امیرخان متقي: د عمران خان خبرو کې توهین‌امېزه څه نه ول چې موږ ورته غبرګون وښیو

اطلاعات روز: د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر امیرخان متقي وایي، اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان خبرو کې د افغانانو په اړه توهین‌امېزه څه نه ول.

امیرخان متقي چې نن (دوشنبه، ۲۹ د لېندۍ) له اسلام‌اباده کابل ته راورسېد، کابل هوایي ډګر کې یې خبریالانو ته وویل چې عمران خان په خپلو خبرو کې افغانانو ته داسې توهین‌امېزه څه نه دي ویلي چې دوی د یو حکومت په حېث ورته غبرګون وښیي.

هغه وویل: «غونډه وه هر چا خپل نظریات ویل، د هر چا خپل نظریات په هغوی پورې اړه لري. یو څه چې مهمه وه عمران خان په تېرو حکومتو باندې رد وکړ، زه فکر کوم د تېرو حکومتو چارواکو په حقیقت کې هماغه رد عکس‌العمل خپل مجبوریت وباله، نو دا خو د دوی نظریات دي، کوم داسې توهین امېز څه چې موږ ووایو هغه ته د حکومت په حېث عکس العمل وښایو، زه خو داسې څه نه وینمه.»

دا په داسې حال کې ده چې افغانانو اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې د عمران خان خبرو ته چې یې ویلي ول، افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو موضوع کلتوري مسئله ده او نړيوال دې د افغانانو ياد کلتور په پام کې ونيسي، پراخ او سخت غبرګون ښودلی دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د عمران خان خبرو ته تند غبرګون وښود او افغانانو ته یې توهین یاد کړ. نوموړی عمران خان د افغانانو ترمنځ په تفرقه اچونه تورن کړ.

خو ښاغلي متقي وایي چې د اسلامي همکاریو سازمان کنفرانس یو مثبت او له لاسته راوړنو ډک کنفرانس و او باید منفي خوا ته یې یو نه سو.

هغه وویل: «موږ چې په دنیا کې هر چا ته هر چېرته دا خبره کوو چې هر څوک د خپلو نظریاتو زمه‌وار دی او د خپلو اظهاراتو زمه وار دی او هر څوک هر څه وایي، نو دا مناسبه نه وي چې اوس مثبت کنفرانس منفي خوا ته بوځو او د هغه منفي ټکي راپورته کړو.»

خو افغانانو پر ټولنیزو شبکو د عمران دې خبرو غوسه کړي او د طالبانو له حکومت غواړي چې باید پر وړاندې یې غبرګون وښیي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه