ننګرهار کې په تبر او چړو د یوې کورنۍ شپږ غړو په وژلو تورن نیول شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو امنیتي چارواکي دې ولایت کې د هغه دوه تنو د نیول کیدو خبر ورکوي، چې د دوی په وینا څو ورځې وړاندې یې د یوې کورنۍ ۶ غړي وژلي وو.

ننګرهار کې د طالبانو امنیې قومندانۍ څخه نن (دوشنبه،۲۹ د لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته په را استول شوې خبرپانه کې راغلي، چې د دوی امنیتي ځواکونو په کوز کونړ ولسوالۍ کې د عبدالجميل او محمد اعظم په نومونو هغه دوه کسان نيولي، چې څو ورځې وړاندې يې د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ اړوند« شګې قریه» کې د مولوي ابراهيم په ګډون د هغه د کورنۍ شپږ غړي د تبر او چړو په واسطه وژلي وو.

خبرپاڼې زیاته کړې چې نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی چې د محکمې له پرېکړې وروسته به د شريعت له مخې ورسره چلند ترسره شي.

دغه پېښه تېره پنجشنبه د روانې لېندۍ میاشتې په ۲۵مه د ننګرهار په ښېوې یا کوزکونړ ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه.

هغه وخت ځایي سرچینې اطلاعات روز ته ویلي ول چې یاد کسان د «تبر» او «چړو» په واسطه وژل شوي چې په کې د یادې کورنۍ یوه میرمن او یو ماشوم هم شامل دي.

سرچینې دا هم ویلي ول چې په وژل شویو کسانو کې د یادې کورنۍ هغه ځوان هم شامل دی، چې نیږدې یوه میاشت وړاندې یې واده کړی و.

په دې وروستیو کې د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې هدفي وژنو او جنایي پېښو زیاتیدو ولسي خلک اندیښمن کړي او په دې برخه کې د امنیتي چارواکو د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه