اطلاعات روز: د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې افغانستان سره په بېړنیو مرستو، په دې هېواد کې د بشري ناورین مخنیوي او سولې او ثبات ټینګېدو په اړه ویناوې وشوې.
د اسلامي همکاریو سازمان دا غونډه د پاکستان په کوربه توب او د سعودي عربستان په همکارۍ پلازمېنې اسلاماباد کې جوړه شوې او د ۵۷ هېوادونو او ګڼو نړیوالو ادارو استازو ګډون کړی او طالب پلاوی هم ورغوښتل شوی دی.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د دې هېواد باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او دغه راز د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر او د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال غونډې ته ویناوې وکړې.
ټولو ویناوالو پر نړیوالو غږ وکړ چې افغانستان سره خپلې مرستې وکړي.
د دې غونډې لومړۍ برخه رسنیو ته پرانیستې وه، خو بله برخه به یې پناه او رسنیو پټه وي، چې وروسته به بیا په یو کنفرانس کې یې په اړه خبرې وشي.
دغه راز په دې غونډه کې د افغانستان څوکۍ تشه وه او د افغانستان ملي بېرغ یې مخې ته ایښی و. د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په یوې بېلې څوکۍ ناست و او د کوم هېواد نوم او بیرغ ورسره نه و ایښودل شوی.
په دې غونډه کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په خپله وینا کې وویل، دوی چمتو دي چې د یوې کورنۍ د غړو په حیث د افغانستان په تړاو د اسلامي هېوادونو ټولې هغه غوښتنې، اندیښنې او مشورې واوري او ومني چې له اوسني بحرانه د وتلو سمه او عادلانه لاره په نښه کوي.
ښاغلي متقي وویل: «موږ د افغان ولس د یوه نماینده او مسؤول حکومت په حیث د بشر حقوق، د ښځو حقوق او په حکومت کې د ټول ولس د بېلا بېلو سیمو د وړ شخصیتونو ګډون خپل مسؤلیت ګڼو او په دې اړه مو ډیر څه کړي او نور اقدامات به هم کوو.»

نوموړي د ښځو حقوقو په اړه زیاته کړړه چې په دې ورستیو کي د دوی مشرتابه له لوري یو اغېزمن فرمان صادر شوی چې په وینا یې د هغوی د حقوقو په ورکړه کې به خورا موثر ثابت شي.
امیرخان متقي په خپلې وینا کې وویل، چې د افغانستان سیاسي انزوا د هیچا په ګټه نه ده او زیاته یې کړه چې دا د ټولو مسوولیت دی څو له رامنځته شوي ثبات سره مرسته وکړي او په سیاسي او اقتصادي ملاتړ یې تقویه کړي.
ښاغلي متقي زیاته کړه چې د طالبانو حکومت حق لري چې نړۍ ورسره رسمي تعامل ولري او د نړیوالې ټولنې مسوول غړی شي.
هغه وویل: «نوی حکومت چې په ټول هیواد بشپړ تسلط لري، د هیواد ټوله جغرافیه او ارضي تمامیت یې خوندي کړی، امنیت یې تأمین کړی او د نړۍ هیڅ هیواد ته خطر نه دی، د یوه حاکم نظام په حیث حق لري چې نړۍ ورسره رسمي تعامل ولري او د نړیوالې ټولنې مسؤول غړی شي.»
نوموړي یو ځل بیا نړیوالو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره به د چا پر ضد نه کارول کېږي او د مخدره توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې به په ګډه مبارزه کوي.
د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر په خپلې وینا کې وویل چې د امریکا متحده ایالاتو پر افغانستان بندیزونه لګولي او د افغانستان شتمنۍ یې کنګل کړې چې په وینا یې د دې زيان افغان ولس ته رسېږي او د افغان ولس له بشري حقوقو څخه ښکاره سرغړونه ده او زیاته یې کړه چې دا به له يوه ولس سره «دښمني» وګڼل شي.

نوموړي وویل: «موږ د دې ستر مجلس له ګډونوالو هيله کوو چي له امریکایي چارواکو غوښتنه وکړي چي د افغان ولس ځورول او افغان حکومت کمزوري کول د هیچا په ګټه نه دي. دا کار زموږ د اړيکو له بهترۍ سره مرسته نه کوي. دا ډول کړني د امریکا حیثیت ته زيان رسوي او د مهاجرتونو لړۍ پراخوي چي منفي اثرات یې ټولی نړۍ ته رسیږي.»
د بېړنیو مرستو غوښتنه
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د خپلې وینا په یوې برخه کې له نړیوالو وغوښتل چې افغانانو سره په دې ناوریني حالت کې مرستې وکړي. هغه وویل، په داسې حال کې چي خلک جګړو، وچکالۍ د کووید۱۹ ناروغۍ او فقر ځپلي دي، بله خوا د خلکو په ملیاردونه ډالره زیرمې کنګل شوي دي، د پیسو د نړیوال صندوق، نړیوال بانک، اسیایې بانګ او نورو ادارو له خوا انکشافي پروژې او مرستې په ټپه ولاړې دي.
هغه زیاته کړه په دې کار سره د روغتیا، معارف او عامه خدماتو سیستمونه له خطر سره مخامخ کیږي او زیان یې ولس ته اوړي.
نوموړي غوښتنه وکړه چې: «دا ټول موارد عاجلو حل لارو ته ضرورت لري موږ هیله لرو چې د اسلامي هیوادونو او د نړیوالو مرستندویه مؤسسو په مرسته یې په شریکه حل کړو. موږ په لنډ مهال کې عاجلو مرستو ته اړتیا لرو او هیوادوال مو تر اجناسو نغدو پیسو ته ډیره اړتیالري چي هم پیسو (افغانیو) ارزښت وساتل شي او هم خپل اصلي ضرورتونه پرې پوره کړي، له نېکه مرغه چې افغانستان اوس د یوه مسوول، له فساد څخه پاک او متعهد حکومت لرونکی دی، چې دا به په راتلونکي کې افغانان له ستونزو څخه خلاص کړي. له دې کبله چې تحول تازه راغلی او موږ له غیر عادلانه بندیزونو سره مخ یو، زموږ خلک ستاسي کمک ته اړتیا لري.»
د نیمګړیو پروژو د کار بیاپیل غوښتنه
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دغه راز له نړیوالو وغوښتل چې د سیمهییزو پروژو کار ژر تر ژره پیل او د نړیوالو په مرسته پیل شوې نیمه پاتې پروژې بشپړې کړي، ځکه د هغه په وینا چې اوس مهال افغانستان د امنیت له اړخه «خورا» خوندي هېواد دی.
هغه زیاته کړه: «اوس بهرنۍ پانګونې لپاره کافي او ښه فرصتونه شتون لري موږ له نړیوالو او په خاص ډول د اسلامي هیوادونو له پانګوالو څخه غوښتنه کوو چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، موږ ډاډ ورکوو چې لازمې اسانتیاوې به ورته برابرې کړو. د ډاډمن امنیت په پایله کې اوس افغانستان د سیمې د اقتصادي اتصال په مرکز بدلېدلای شي.»

ښاغلي متقي د اسلامي همکاریو سازمان پر هغو غړو چې دا مهال یې په کابل کې د خپلو سفارتونو فعالیتونه ځنډولی غږ وکړ چې خپل سفارتونه بيرته پرانیزي. هغ وویل چې دوی به یې د دوست هیواد په حیث هرکلی وکړي.
نوموړي د خپلو خبرو په یوې برخه کې یو شمېر رسنۍ تورنې کړې چې دوی لا هم د دې رسنیو د یو طرفه تبلیغاتي جنګ هدف دي. هغه زیاته کړه چې دغه رسنۍ د افغانستان اوسنی انځور په ډېره «بده» بڼه نړۍ ته وړاندې کوي. هغه د دې رسنیو د انځور پر خلاف ادعا وکړه چې د اګسټ ۱۵مې له تحول وروسته افغانستان کې سراسري سوله راغلې او د هېچا ژوند ته د سیاسي او نورو ملحوظاتو له امله ګواښ متوجې نه دی.
نوموړي په دې برخه کې زیاته کړه چې د طالبانو په راتګ سره درې څلوېښت کلن جنګ پای ته رسېدلی او له څلورو لسیزو وروسته په لومړي ځل جګړهییز تلفات «صفر» شوي دي.
غونډې ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وینا
په دې غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان له تېرو څلوېښتو له جګړې او وچکالۍ کړېږي او د نفوس لویه برخه یې بېوژلۍ کې ژوند تېروي.
نوموړي وویل، تېرو شلو کالو کې فاسد حکومتونه د دې سبب وو چې د افغانستان د بودیجي ۷۵ سلنه له بهرنیو مرستو جوړه وه.

عمران خان زیاته کړه، د اګست له ۱۵مې نېټې وروسته کله چې دا مرستې بندې شوې او د افغانستان شتمني هم کنګل شوه، نو که هر بل هېواد وای، له سقوط سره به مخ کېدلو.
د پاکستان لومړي وزیر خبرداری ورکړ چې که نړۍ اقدام و نه کړي نو افغانستان کې به تر ټولو لوی بشري ناورین رامنځته شي، ځکه دا هېواد د ګډوډۍ خوا ته روان دی.
نوموړي وویل، هر حکومت چې د خپلو استادانو، ډاکټرانو او دولتي مامورینو معاش نه شي ورکولی هغه به سقوط کوي.
عمران خان پر امریکا غږ وکړ چې د طالبانو د حکومت موضوع دې د افغانستان وګړو له برخلیک جلا وساتي.
هغه وویل، طالبانو ډاډ ورکړل چې د بشري حقونو او نورو برخو کې شرطونه مني، خو نړۍ باید پوه شي چې بشري حقونه او د ښځو حقونه هر کلتور کې جلا معنا لري.
