اطلاعات روز: په کندهار کې د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست د کډوالۍ نړیوالي ادارې «IOM» په همکارۍ د ۲۴۸۰ بې وزله کورنیو سره د دوه سوه امریکایي ډالرو، درې توسانو او نورو ژمنیو توکو مرسته وکړه.
د کندهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست وایي، دا بې وزله کورنۍ د کندهار ښار ترڅنګ د پنجوایي، ژړۍ، لوړ میوند، کښته میوند او ارغنداب ولسوالیو څخه وې، چي په خبره یې له ډلي یې د اوومي ناحیې ۵۰۰ هغه کورنۍ هم په کې شاملې کړې وې، چې د تېرو جګړو له امله کډوالې شوې وې او سروې یې شوې وه.
د کډوالو چارو رییس مسلم اغا وایي ۲۴۸۰ کورنۍ په نښه شوي او پر دغه کورنیو د مرستو د وېش لړۍ پيل شوې چې په لومړي سر کې سلګونو کورنیو ته نغدي پیسې او ژمني توکي ورکړل شوي دي.
دی وایي، هرې کورنۍ دوه سوه امریکايي ډالر، درې توسان او د ژمنیو توکو یو کیټ ورکول کېږي چې د مرستو دا لړۍ به دوام ولري.
هغه زیاته کړه، په دې بې ځایه شویو کورنیو کې د کندهار د اومې ناحیې اړوند هغه ۵۰۰ کورنۍ هم شاملي دي چې شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د جګړو پر مهال بې ځایه شوې وې.
د کډوالو چارو رییس وايي، دا چې ژمی دی، هوا یخه ده، نو دا مرستې به هم د همدې بې ځایه شویو او اړو کورنیو سره دوام ولري.
دی وایي، هڅه کوي دې ته ورته د نورو موسساتو په همکارۍ هم په کندهار کې تر بې وزلو او غریبو کورنیو پورې مرستې ورسوي.
په ورته وخت کې هغه کورنۍ چې دغه مرستې یې ترلاسه کړي دی زیاتې خوشحاله دی خو زیاتوي چې یخ ژمی یې د ژوند کړۍ نوره هم تنګه کړې ده او په خبره یې چې دولت او مرستندویه ارګانونو دې له دوی سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
کندهار کې تیرو جګړو له خپلو اصلي مینو زرګونه کورنۍ بیځایه کړي دي چې اوس هم عاجلو مرستو تته اړتیا لیدل کیږي.
