اطلاعات روز: د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پاکستان ته په خپل سفر کې د جمعیت علما اسلام له مشر مولانا فضلالرحمن سره لیدلي دي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزیر ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټوېټر لیکلي چې دغه ناسته پلازمېنه اسلاماباد کې شوې او دواړو اړخونو اسلاماباد کې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو ترسرهکېدونکی کنفرانس دې هېواد لپاره یو ښه فرصت وباله.
ښاغلي بلخي لیکلي: «په ناسته کې دواړو اړخونو د مسلمانانو ترمنځ اتفاق او یووالی د اسلامي امت د شیرازۍ اساس وباله او په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د اسلامي هيوادونو تر سره کيدونکی کانفرانس يې د افغانستان لپاره يو ښه فرصت وباله.»
امیرخان متقي پاکستان ته د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو کنفرانس کې د ګډون په موخه پرون شنبه ولاړ. د اسلامي همکاریو سازمان دغه غونډه د پاکستان په کوربهتوب او د سعودي عربستان په همکارۍ پلازمېنې اسلاماباد کې جوړ شوی دی.
د دې کنفرانس له جوړېدو وړاندې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر د بېلابېلو هېوادونو له وزیرانو او استازو سره کتلي او د افغانستان په اړه ورسره غږېدلی دی.
ښاغلي متقي د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدنه کې د پاکستان په کوربتوب او د سعودي عربستان په همکارۍ جوړيدونکی فوق العاده غونډه د افغانستان په اړه يو ښه اقدام وباله، او د هغوی هڅي يې وستايلي او هيله يې څرګنده کړه چې دا غونډه د افغانستان د سياسي او بشري ستونزو په حل کې اغيزمنه ثابته شي.
ښاغلي متقي همدارنګه د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزيرې اغلې ريتنو مارسوديا سره هم وکتل. په دې کتنه کېد يوه لوي اسلامي هيواد په توګه اندونيزيا سره د افغانستان اړيکي تاريخي وبلل شوې او د راتلونکي لپاره پر ښو اړيکو ټينګار وشو. په ناسته کې د افغانستان د اوسنیو واقعيتونو په رڼا کې د انډونيزيا څخه په اقتصادي، تعليمي او سياسي چارو کي د همکاريو غوښتنه وسوه.
دغه راز د طالبانو بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له کنفرانس وړاندې افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي ښاغلي جسپر وېیک سره هم کتلي دي. د ښاغلي بلخي په وینا په ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان پر اوسني واقعيتونو، اقتصادي وضعيت او بشري مرستو خبرې وکړې.
ښاغلي متقي نوموړي سره په لیدنه کې له جرمني مننه کړې چې ۶۰۰ مليونه مرسته یې اعلان کړې او غوښتنه يې وکړه چي دغه کمک بايد په شفافه او پوره توګه افغانستان ته انتقال شي او د معلمانو د معاشاتو ورکولو وعده ژر پوره کړل سي او د افغانستان د بانکونو له لارې دا پروسه تکميل شي.
له کنفرانس وړاندې د لیدنو په دوام ښاغلي متقي د آي سي آر سي د عمومي رییس رابرټ مرداني او پلاوي سره هم لیدلي دي. د آي سي آر سي عمومي رئيس په افغانستان کي د خپلو خدماتو او په دې وروستيو کي د نهه زره روغتيايي کارکوونکو د معاشاتو د ورکړې په اړه معلومات ورکړي دي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزیر ویاند د دې لیدنې په اړه لیکلي: «د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د آي سي آر سي څخه د هغوي پر خدماتو مننه وکړه او ورته روښانه يې کړه چي افغانستان کې د سرتاسري امنيت سربېره اوس نړيوالو موسساتو ته ښه زمينه مساعده ده چي افغان ولس ته بشري کومکونه او خدمات ورسوي. د افغانستان حکومت به بشري موسساتو ته امنيت او لاسرسی ورکوي، او ددوي پر وړاندي به ټول خنډونه ليري کوي.»
دغه راز د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ازبکستان د ټرانسپورټ وزير الهام محکموف په مشري پلاوي سره ليدنه وکړه، ناسته کې په دوه اړخيزو مسايلو ګټور بحثونه تر سره شوي دي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزیر ویاند عبدالقهار بلخي وایي، ازبکستاني پلاوي په پسرلي کي د ازبکستان – افغانستان – پاکستان د ريل پټلۍ د کارونو پیل په اړه ښاغلي متقي ته ډاډ ورکړ او ويي ويل چي په ازبکستان کي به افغانانو ته د ريل د پټلۍ اړوند روزنه ورکړل شي.
ښاغلي بلخي لیکلي چې ازبکستاني پلاوي له خپل اړخه افغانستان سره د هر راز مرستې ژمنه وکړه. طالب پلاوي هم د دوه اړخيزو موضوعاتو په اړه يي ازبکستاني پلاوي ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
