اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، د پاکستان خلکو له خوا دې ولایت ته د اته موټره درملو مرسته ور رسېدلې ده.
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس عطاالرحمن فاتح نن (شنبه، ۲۷ د لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه مرسته نن په تورخم ښارګوټي کې دوی ته وسپارل شوه.
د ښاغلي فاتح په خبره دا درمل به له مرکز څخه هغو روغتيايي مرکزونو ته ورکړل شي چې اوسمهال په کې درمل شتون نه لري او ناروغان یې له ستونزو کړیږي.
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان دې ولایت ته په روغتیایي برخو کې مرستې کوي، له دې وړاندې یې هم ورته مرستې ترسره کړې وې.
