اطلاعات روز: د هلمند ولایت ګرمسېر ولسوالۍ کې یو پلار خپل زوی په ډزو وژلی او خپله مېرمن یې ټپي کړې ده.
د هلمند د اطلاعات او فرهنګ ریاست چارواکي وایي، تېره شپه د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ اړوند د «دورزي» سیمې «امباري» په کلي کې یو سړي پر خپل ښځه او زوی ډزې کړي چې پایله کې یې زوی وژل شوی او ښځه یې زخمي ده.
د اطلاعات او فرهنګ رییس حافظ راشد هلمندی وایي، چې دغه ډزې یې د چرۍ والا په ټوپک (کمرشکن) کړي دي. ده وویل، ویل کېږي چې یاد کس ذهني ستونزه درلوده.
په قتل تورن د امنیتي موظفینو له خوا نیول شوی دی او پېښه تر څېړني او بررسۍ لاندې ده.
تراوسه دقیق معلومه نه ده چې د یادې پېښې اصلي لامل څه دی.
