اطلاعات روز: د ننګرهار په خیوې ولسوالۍ کې ناپيژنده کسانو د یوې کورنۍ ۴ غړي وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
یوې ځایي باوري سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط نن (پنجشنبه، ۲۵ د لیندۍ) اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، چې تیره شپه ناوخته ناپیژنده کسان د ښېوې ولسوالۍ «شګې» کلي کې په یوه کور حمله کړې، چې پر مهال یې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او یو بل ټپی دی.
د سرچینې د مالوماتو له مخې چې یاد کسان د «تبر» او «چړو» په واسطه وژل شوي چې په کې د یادې کورنۍ یوه میرمن او یو ماشوم هم شامل دي.
د سرچینې په خبره په وژل شویو کسانو کې د یادې کورنۍ هغه ځوان هم شامل دی، چې نیږدې یوه میاشت وړاندې یې واده کړی و.
په ورته مهال د ننګرهار امنیتي چارواکي یاده پېښه تاییدوي او وایي، په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.
تراوسه د یادې پېښې مسولیت چا نه دی منلی.
