ارزګان کې ماین چاودنې دوه ماشومان وژلي او ۸ نور ټپيان شوي

اطلاعات روز: د ارزګان ګېزاب ولسوالۍ کې د ملکي وګړو په منځ کې ماین چاودنې دوه ماشومان وژلي او د دریو ښځو په ګډون یې ۸ تنه نور ټپیان کړي دي.

د ترینکوټ د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر ضیاالرحمن نیازي نن پنج شنبه د لیندۍ پر ۲۵مه اطلاعات روز ته وویل، یاده پیښه تیره شپه د دغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د یوې نامعلومه چاودنې له امله رامنځته شوې.

هغه وایي په ټپیانو کې د دوه کسانو روغتیایي حالت نازک دی. نوموړی وویل تراوسه معلومه نه ده چې دغه چاودنه د ناچاوده توکو له امله وه که کوم بل ډول چاودنه وه.

نیازی  وایي:«په ورته وخت کې د پېښې قربانیان وایي چاودنه هغه مهال رامنځته شوې ده چې په یوه کور کې ماشومانو د واده تر مراسمو وروسته سره راغونډ شوي ول.»

حافظ چې یو زوی یې په دغه چاودنه کې وژل شوی دی، تېر ماښام یې اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل چې چاودنه په ګیزاب ولسوالۍ کې د یوه واده تر مراسمو پاي ته رسیدو وروسته رامنځته شوې ده او معلومه نه ده چې د چاودنې نوعیت څه وه.

هغه وایي لا هم د دوی په سیمه کې ګڼ شمیر ناچاوده توکي پاتې دي او که یې مخنیوی ونه شي د دغه ډول ډیرو پیښو د رامنځته کیدو ویره شته. هغه وویل: «زما یو زوی شهید شو، نور هم زیات کسان شهیدان شوي او ټپیان دي، موږ نه پوهیږو چې د تیرو جګړو څخه ناچاوده کوم شي چاودنه وکړل که یا هم د یوې خوا څخه هاوان زموږ پر کور ولګیدلی، غوښتنه کوو چې د دغو ناچاوده توکو څخه دې زموږ سیمه پاکه شي.»

ارزګان کې ولایتي چارواکي هم مني چې په دغه ولایت کې په ګڼو سیمو کې ناچاوده توکي پاتې دي.

د ارزګان ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست رییس ملا محمد اصف وایي دوی هڅه کوي چې د ماین پاکۍ د موسیساتو سره وغږیږي او د خطر سیمې د ناچاوده توکو څخه پاکې کړي.

تر دې مخکې د ارزګان اوسیدونکو په ځلونو له دولت څخه د ناچاوده توکو د شنډولو غوښتنې کړي خو تردا مهال هیڅ د ماین پاکۍ موسسې په ولایت کې د ناچاوده توکو د شنډولو په هدف فعالیت نه دی پیل کړی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه