اطلاعات روز: د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عبدالرحمان راشد او د دغه وزارت مرستیال مولوي عبدالباري فضلي هلمند ولایت ته په سفر کې ټینګار کړی چې د دې ولایت زراعت به معیار کړي.
مولوي عبدالرحمان راشد نن (چهارشنبه، د لېندۍ په ۲۴مه) اطلاعات روز ته وویل، هلمند یو زراعتي ولایت دی او زیات وګړي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي چي په وینا یي د سفر موخه یې په دې ولایت کي د زراعت او مالدارۍ پر وړاندې له شته ستونزو خبرېدنه او ورته د حللارو موندنه ده.
نوموړي خپلو خبرو کې وویل، د زراعت او مالدارۍ په برخه کې به هغه کسان چي لوړې زده کړې یې کړي وي، فني او مسلکي وي له تجربو به یې کار واخیستل شي او پر دندو به وګمارل شي.
دغه راز وزیر زیاته کړه، چي د کرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ د لا ښه والي او پرمختګ په برخه کې به په هلمند کې پروژې پلي او فارمونه به جوړ کړي، اصلاح شوي تخمونه، کيمیاوي سرې او پرمختللي زراعتي ماشینري به زراعت ریاست ته په واک کې ورکړي، څو په وینا یې چې راتلونکي کې نورو هیوادونو ته اړ نه شو او یو معیاري زراعت ولرو.
هغه په ورته وخت له بزګرو او ځمکوالو غوښتنه وکړه، چي د باغدارۍ په برخه کي کار وکړي، په خپلو ځمکو د مېوجاتو باغونه جوړ کړي او اصلاح شوي تخمونه رواج کړي.
نوموړي دغه راز د تجارانو هم هیله وکړه، چې د زراعت او مالدارۍ په برخه کې پانګونه وکړي، څو نور افغانان ګاونډیو او نورو هیوادونو ته محتاج نه شي او له خپله هیواده نورو هیوادونو ته د مېوه جاتو او غله جاتو صادرات وشي.
په غونډه کې د هلمند د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي اغا یو شمېر کارکوونکو ته د زراعت او مالدارۍ برخه کې د پرتو ستونزو اورېدو ترڅنګ خپل وړاندیزونه هم وزیر ته وړاندې او د حل په برخه کې یې د جدي پاملرنې غوښتنې وکړې.
د کرنې رییس وویل: «موږ ته دې امکانات برابر او په واک کې دې راکول شي، څو دلته زراعت پر پښو ودرېږي او دغه راز بزګرو او ځمکوالو ته اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سره په ښه کیفیت را وارد شي، د امراضو د مخنیوي په برخه کې زراعتي درمل او د نورو هیوادونو څخه د عصري زراعت د ودې لپاره ماشینري راوړل شي څو دلته د زراعت پر وړاندې پرتې ستونزې حل کړل شي.»
په ورته مهال د کرنې، اوبولګولو او زراعت مرستیال وزیر فضلي د یاد ریاست د مسوولینو ستونزې او غوښتنې پر ځای وبللې او ډاډ یې ورکړ، چې په ټولو برخو کې به شته ستونزو ته په پوره ژمنتیا سره رسیدګي کوي او په دې ولایت کي به د اصلاح شویو تخمونو د توزیع، کیمیاوي سرې، د امراضو د مخنیوي لپاره زراعتي درملو، د عصري زراعت او مالدارۍ د پرمختګ په برخه کې پرمختللي زراعتي ماشینريو، لابراتوار جوړوني او نورو برخو کي د معیاري زراعت د پرمختګ لپاره کار وکړي او دې برخه کې به پوره هڅه کوي، چي په وینا یې د هیواد په کچه به هلمند ته زیاته پاملرنه کوي.
د یادونې ده، چي د هلمند ولایت څه باندې ۸۰ سلنه وګړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، خو په تېرو شلو کلونو کې دې ولایت ته په هغه ډول پاملرنه نه ده شوې څومره چي ورته اړتیا ده.
