ننګرهار کې د خوراکي او سون‌توکو بیو بې‌سارې لوړېدنه؛ «طالبان دې لازم ګامونه واخلي»

اطلاعات روز: د نورو ولایتونو ترڅنګ ننګرهار کې هم د خوراکي او نورو اړینو توکو بیه لوړه شوې او ورسره د نقلیه وسایطو کرایې هم لوړې شوې دي.

وروسته له هغې چې افغانیو په کمساري توګه د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړ، چې ورسره د هیواد په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو له لوړیدو سره سره د تیلو او ګازو بیې هم لوړې شوې.

په همدې حال د ننګرهار اوسیدونکي شکایت کوي چې په وروستیو څو ورځو کې د تیلو او ګازو د بیو له لوړیدو سره دغه ولایت کې د نقلیه وسایطو کرایې لوړې شوي او د هر ځای په کرایه کې له ۱۰-۲۰ افغانیو زیاتوالی راغلی دی.

د جلال اباد ښار اوسیدونکي نور حبیب اطلاعات روز ورخپاڼې سره په خبرو کې موټر چلوونکي ملامت کړل، چې کرایې په خپل سري ډول لوړې کړي، چې له امله یې بیوزله وګړي اړ شوي پیاده خپلو چارو ته ځان ورسوي.

نورحبیب زیاتوي: «جلال اباد ښار کې او همدارنګه د ولسوالیو څخه چې کومې موټرې راځي د ټولو په کرایو کې شل او یا لس افغانۍ زیاتوالی راغلی دی، مخکې به له دره نور څخه تر جلال اباد ښار پورې ۸۰ افغانۍ کرایه وه، خو اوس دا کرایه تر سلو افغانیو لوړه شوې.»

بل لور ته موټر چلوونکي پر دوی د کرایو د لوړوالي نیوکي پر ځای نه بولي او د نقلیه وسایطو د کرایې د لوړوالي لامل د تیلو او ګازو بیو له لوړوالي سره سره د موټرو د پرزو د بیو لوړوالی یادوي.

محمد ګلاب د دره نور او جلال اباد لین موټر چلوونکی دی هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، كه د تېلو او ګازو بيې راکمې شي نو کرایې به بیرته پخواني حالت ته راشي.

محمد ګلاب زیاته کړه: «موټر چلوونکي نه دي ملامته دومره پېسې ګټو چې همدا موټر پر وساتو مونږ کله سل او کله خو بیخي مزدوري نه پاتې کیږي، که کرایې لوړې وي خو تیل او ګاز هم ګران شوي او همدارنګه د موټرو پرزې هم ګرانې شوي دي، زمونږ تمه دا ده چې مسولین باید دې برخې ته پام وکړي او شته ستونزو ته د حل لار پیدا کړي، که تیل ارزانه شي مونږ هم خپلې کرایې کموو.»

افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت زیاتېدو او سون توکو بیو لوړېدو سره د موټرو کرایې هم بې‌سارې لوړې شوې دي.

په ورته مهال د نظر خاوند صدیق الله وطن له طالبانو غوښتنه کوي، چې د موټرو د کرایې د کنټرول سربیره دې د نورو بدیلو لارو په لټه کې شي.

صدیق الله وطن دوست زیاتوي: «که ننګرهار کې کرایې زیاتې وي نو حکومت ته په کار ده چې اول خو دې دا کرایې کنترول کړي او د تیلو او ګازو بیو کنترول لپاره دې لاس په کار شي او همدارنګه نورې بدیلې لارې دې ولټوي، لکه ملي بسونه دې فعاله کړي چې دې سره به خلکو ته اسانتیاوې هم برابرې شي او همدارنګه د دولت عواید به هم زیات شي او هم خلک له حکومت خوشاله وي.»

ننګرهار کې د نقلیه وسایطو د کرایو له لوړوالي داسې مهال خلک شکایت کوي، چې د چهارشنبې په ورځ ننګرهار کې د یو لیټر پترولو بیه سل افغانۍ او د یو کیلو ګازو بیه ۱۰۵ افغانۍ وه.

هڅه مو وکړه ننګرهار کې د نقلیه وسایطو د کرایو د لوړیدو او د کنترول په برخه کې یې د ترانسپورټ ریاست مسولینو نظر واخلو خو د نظر په اخیستو یې بریالي نشو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه