اطلاعات روز: د هلمند ګرمسېر ولسوالۍ کې د یوې ناچاودې سرګلولې چاودنې له امله څلور کسان ټپیان شوي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ رشید هلمندي اطلاعات روز ته وویل، دغه پېښه نن سهار (سهشنبه، ۲۳ د لېندۍ) د دې ولایت ګرمسېر ولسوالۍ «هزارجفت» بازار کې رامنځته شوې ده.
د ده په وینا پېښه هغه وخت رامنځ ته شوې چې د راکيټ یوه مرمۍ د یو کس لخوا په داسې حال کې ټکول شوې وه چې شاوخوا یې نور کسان هم موجود ول او چاودنې یې ټپیان کړل.
د حافظ رشید د معلوماتو له مخې ټپیان د طالبانو امنیتي کسانو له خوا د درمنلې په موخه د هزارجفت روغتون ته انتقال شوي چې په وینا یې په ټپیانو کې د درېو تنو حالت نازک ښودل شوی دی.
په هلمند او د هېواد په نورو ولایتونو کې د تیرو جګړو څخه پاتې شوي ناچاوده توکي لاهم پاتې دي او د خلکو ژوند ګواښي.
