اطلاعات روز: د طالبانو حکومت رییسالوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر مشر ورور ارزګان کې د یو کلینیک جوړېدو لپاره ځمکه بېله کړې چې پام کې ده د لس میلیونه افغانيو په لګښت به جوړ شي.
د دغه کلینیک جوړېدو چارې د ارزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې پیل شوې دي چې د سیمې خلک به یې له روغتیایي چوپړونو برخمن شي.
دغه کلینیک چې د تنویر شرکت په مالي لګښت جوړیږي په شپږو میاشتو کې به یې رغنېزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د دې شرکت یو تن مسوول ګلاجان خاوري وایي، دا کلینیک چي په دوه زره څلور سوه متر مربع ځمکه کي جوړېږي، د «او پي ډي» په ګډون به، نسایي ولادي او د واکسین د تطبیق خدمات په کې ترسره کیږي.
هغه وایي د یاد کلینیک لپاره ځمکه د ملا عبدالغني برابر د مشر ورور لخوا وقف شوې او د تنویر شرکت لخوا به د لس ميلیونه افغانۍ په لګښت جوړ شي.
خاوري وایي، تنویر شرکت د سیمې د اوسیدونکو د غوښتني وروسته د دهراوود ولسوالۍ په «نوجوی» سیمه کې په خپل شخصي لګښت د دې روغتیایي مرکز د جوړېدو چارې پيل کړې.
د ولسوالۍ مسوولین خوښ دي چي په سیمه کې یې د یوه شرکت لخوا روغتیایي مرکز جوړیږي.
د ولسوالۍ ولسوال مولوي امین وایي، لا هم د دې سیمې ګڼ اوسیدونکي روغتیایې خدماتو ته لاسرسی نه لري او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دهراوود کې روغتیایي مسوول مولوي قریشي ډاډ ورکوي چي د دې روغتیایي مرکز د جوړېدو له چارو سره به همکاري کوي او تر جوړېدو وروسته به مسلکي روغتیاپالان په دندو ګماري.
د سیمې ځایي اوسیدونکي له تنویر شرکت مننه کوي چې د هغوی غوښتنې یې ومنلې او د کلینیک د جوړېدو چارې یې پېل کړې.
د دهراوود ځایي اوسیدونکی او د ملا عبدالغني برادر زوی مولوي بشیر له نورو مرستندویه ادارو هم وغوښتل چي په هیواد کې د بیوزلو کسانو د لاسنیوي برخه کې مرستې وکړي.
هغه وویل، دا مهال په ټول افغانستان کې د مرستو رسولو او خدماتو ترسره کېدو لپاره زمېنه برابره ده.
نوموړي وویل، د هغوی په سیمه کې د دې کلینیک په جوړېدو سره به د زرګونه اوسیدونکو ستونزې هوارې او روغتیایي خدماتو ته به یې لاسرسی لنډ شي. ارزګان کې په داسې مهال د یوه روغتیایي مرکز د جوړیدو چاري پیلیږي چې دا مهال په ولایت کې د ۵۶ روغتیايي مرکزونو ګڼ شمیر یې د درملو د نشت او نورو ستونزو څخه سر ټکوي.
