اطلاعات روز: د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار اړوند د قوماندانۍ کنډک حمایوي ۵۰۵ بست زون د نظامي موټرو د جوړېدو په ورکشاپ کي په تېرو درېیو میاشتو کې د څه باندې ۳۵۰ نظامي رنجر موټرو او ۲۶ هاموې ټانګونو هغه ماشینونه جوړشوي دي چي د ټکرونو او نورو ترافیکي پېښو له امله او دغه راز د تېرو جګړو پر مهال تخریب شوي وه.
د دغه حمایوي کنډک د ورکشاپ مسوول ملا شېر محمد حجازي نن (دوشنبه، د لیندۍ په ۲۲مه) اطلاعات روز ته وویل، د نظامي موټرو په دې ورکشاپ کې هره ورځ د ۳۸ مسلکي مستریانو لخوا کارونه په ښه توګه مخته روان دي.
د هغه په وینا یادو مستریانو د تېر حکومت په وخت کي هم دلته دنده مخته وړل چې د طالبانو په راتګ سره دوی بیا خپلو دندو او کارونو ته راغوښتل شوي او دلته خپل دندې مخته وړي.
حجازي زیاته کړه چي په تېره یوه اونۍ کي د ۴۷ موټرو ماشینونه جوړ، رنګمالي او کوپیکشي شوي او دا مهال ۴۰ نور موټر تر کار لاندې دي.
نوموړي دغه راز وویل، دغه ورکشاپ ته د هلمند ولایت د ټولو ولسوالیو تر څنګ د کابل، هرات ،نیمروز او کندهار ولایتونو څخه هم نظامي موټرونه د بیا جوړېدو لپاره وروستل کېږي.
په دغه ورکشاپ کې د مستریانو مشر محمد اصف هلمندي وویل، دلته د هلمند تر څنګ چې د کومو نورو ولایتونو څخه موټر د ترمیم په موخه راویستل کېږي د دوی لخوا یې په ښه کیفیت ترمیم ، رنګمالي او کوپیکشي کېږي.
هغه وایي دوی هڅه کوي ترڅو ټولو نظامي موټرو بیا ترمیم ته پر وخت رسیدنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغې ډلې غړي د نظامي موټرو په بې احتیاطۍ تورن شوي او عام خلک ادعا کوي چې د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې دوی له نظامي موټرو ناقانونه ګټه اخلي.
