اطلاعات روز: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین وایي، افغانستان کې د یو پلان له مخې هغه افغانان په نښه کېږي چې تېر حکومت کې یې دندې لرلې.
منظور احمد پښتین دا څرګندونې پرون (یکشنبه، ۲۱ د لېندۍ) د پښتونخوا په «ټانک» سیمه کې یوې لویې ولسي غونډې ته وکړې. ښاغلي پښتین پر نړیوالو غږ وکړ چې تر هدف لاندې افغانان او د هغوی کورنیو خوندیتوب لپاره دې رغنده ګامونه واخلي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر زیاته کړې چې د ډیورند کرښې دواړو خواوو د مېشتو پښتنو سیمو کې د یو پلان له مخې هدفي وژنې روانې دي او غوښتنه یې وکړه چې د پښتون مېشتو سیمو کې د دایمي امن ټینګښت غوښتنه کوي.
په دې وروستیو کې د بشري حقونو نړیوال سازمان خپل یو رپورټ کې ویلي و چې طالبانو د خپل حکومت له جوړولو وروسته د عامې بخښنې اعلان سره، سره هغه تر سلو زیات افغانان وژلي چې په تیر حکومت کې یې دندې ترسره کولې.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دا راپور له حقیقته لرې او د طالبانو بدنامولو یوه هڅه بللې وه او ویلي یې و دوی خپلو مخالفینو ته عامه بخښنه اعلان کړې ده او په هیچا جبر او زیاتی نه کوي.
منظور پشتین دغه راز وویل دا مهال افغانستان کې عام ولس سختو کړاوونو سره مخ دی او نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي لپاره دغه هیواد کې د خپلو مرستو لړۍ پیل کړي.

منظور پښتین وویل د پاکستان ریاست د دې پر ځای چې ترهګري ختمه کړي، مذاکرات ورسره کوي او په وینا یې چې کله د «ښه» او کله د «بد» نوم ورکوي خو زیاتوي چې بله خوا بیا چې د پښتنو وژنې روانې دي هېڅ پام ورته نه کېږي.
د پي ټي ایم دې جلسې ته په زیات شمیر کې د بې درکه کسانو خپل خپلوان هم ورټول شوي و چې په کې میرمنې او ماشومان هم شامل ول او هغوی په لاسونو کې د خپلو کورنیو د لادرکه غړو عکسونه پورته کړي وو.
منظور پشتین په جبر د لادرکه کړل شویو کسانو په اړوند خپله وینا کې وویل ترڅو چې دغه لادرکه پښتانه خپلو کورونو ته بېرته نه وي ستانه شوي ترهغې به پي ټي ایم په ارام نه کیني او د هغوی لپاره به خپل غږ په زغرده پورته کوي.
د پي ټي ایم یو فعال او د بې درکه کسانو لپاره غږ پورته کوونکی عالمزیب مسید وایي، دوی سره د داسې څلورو زرو کسانو نومونه ثبت دي چې هغوی په جبر بې درکه کړل شوي او هیڅ نه ده معلومه چې دا مهال چرته او چا سره دي.
پاکستان کې د بلوڅانو، پښتنو او بشري حقونو مبارزین په جبر د خلکو د لادرکۍ تورونه د پاکستان د پوځ په استخباراتي شبکو پورې کوي خو پوځ دا تورونه وار په وار ردوي او وایي کیدای شي دغه بې درکه خلک د بیلتون خوښو ډلو په لیکو کې شامل شوي وي.
پوځ دا دریځ هم وړاندی کوي چې کیدای شي یا خو دا خلک پوځ سره نښتو کې وژل شوي وي او یا هم بیا افغانستان ته اوښتي وي.
منظور پښتین اندېښنه وښودله چې پارلیمان ته اوس یوه قانوني مسوده راوړل کیږي چې د هغې له مخې که د بې درکه کسانو کورنۍ ثابته نه کړي چې د هغوی خپل خپلوان ادارو سره دي نو هغوی ته به سزاګانې ورکول کیږي او جرمانې به پرې هم ولګول شي.

پشتین وویل دا قانوني مسوده دوی ته د منلو وړ نه ده او دوی به د بې درکه کسانو تر موندنې او خوشې کیدو پورې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
هغه بلوچستان کې د پیل شوي ولسي پاڅون سره هم خپل پیوستون وښودلو او ویې ویل چې ترڅو د بلوچستان بې وزله خلک په احتجاج اخته وي دوی به یې ترڅنګ کلک ولاړ وي.
هغه خپله وینا کې د پي ټي ایم د بندي مشرانو او فعالینو د خوشې کولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د دغو کسانو د بندي کولو په ضد او د پښتنو د حقونو غوښتو لپاره به خپله راتلونکې جلسه په کراچۍ کې کوي او که بیا هم علي وزیر او د پي ټي ایم نور بندیان خوشې نه کړل شول، نو دوی به د سنده اسمبلۍ مخې ته لس ورځنی احتجاجي پرلت پیلوي.
منظور پشتین وویل د کراچۍ نه به دوی بیا اسلام اباد ته خپل لاریون پیلوي او په پښتون میشتو سیمو له تیریدو ورسته به ځانونه احتجاج لپاره اسلام اباد ته رسوي.
جلسې ته په خپله وینا کې د پي ټي ایم یو بل مخکښ مشر نظیف لالا له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې افغانستان کې باید د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پیژني.
هغه وویل افغانانو چې په تیرو شلو کالو کې کومې لاسته راوړنې کړې وې هغه طالبانو په زوره قبضه کړي او د افغانانو نه یې د هغوی ټول جمهوري او انساني حقونه تروړلي دي.
خو هغه بیا په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې د افغانستان روان وضعیت کې باید د افغانستان جګړه ځپلی ولس یوازې پرې نه ږدي او په خلاص مټ ورسره بشري مرستې وکړي.
