اطلاعات روز: د ننګرهار جلالاباد ښار کې په نشهیي توکو یو روږدی له یخنۍ ساه ورکړې ده.
د صالح محمد په نوم یوې ځایي سرچینې نن (دوشنبه، ۲۲ د لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تیره شپه د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند «زړې کامې هډې» ته څیرمه په نشه یي توکو یو معتاد د ډیرې یخنۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړی زیاتوي د مړ شوي کس هویت لا مالوم نه دی چې د ننګرهار د کومې سیمې اوسیدونکی دی خو وایي، ځایي امنیتي سرچینو ته یې د مړ شوي کس د انتقال په اړه خبر ورکړی دی.
په دې اړه ننګرهار کې طالب مسوولینو تر اوسه څه نه دي ویلي.
د ژمي په رارسېدو سره په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو سخت ژمي لرونکو ولایتونو کې په نشو روږدي له ډېرې یخنۍ مړه شوي دي، خو دا په جلالاباد کې یوه کمسارې پېښه ده.
