ننګرهار کې طالبانو ته ۸۰ داعش وسله وال تسليم شول

اطلاعات روز: د طالبانو ملي امنیت ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولايت د قومي مشرانو په منځګړتوب ۸۰ تنه داعش وسله وال تسليم شول او ژمنه يې وکړه چې نور به له داعش ډلې سره هېڅ ډول اړیکې نه پالي.

د ننګرهار د ملي امنیت رییس ډاکتر بشیر نن (یکشنبه، ۲۱ د لیندۍ) په همدې اړه یو جوړ شوي خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل، د دغه ولايت په لسو ولسوالیو کې د قومي خلکو په منځګړتوب ۸۰ تنه داعش وسله وال دوی ته تسليم شول.

نوموړی وایي، تسلیم شویو کسانو ته یې د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخندزاده د حکم په اساس چې د عمومي عفوې په تړاو ده، بښنه وشوه.

د ښاغلي بشیر د مالوماتو له مخې تسلیم شویو داعش وسله والو له دې وړاندې د ننګرهار په مختلفو ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد فعالیتونه کول.

ډاکتر بشیر زیاته کړه: «د ننګرهار د ملي امنیت ریاست ته د قومي مشرانو په منځګړیتوب او د ملي امنیت په هڅو د دې ولایت په لسو ولسوالیو کې ۸۰ داعشیان مونږ ته تسلیم شول او تسلیم شویو کسانو ته د طالبانو د مشر د حکم پر اساس بښنه شوې، یادو کسانو له دې وړاندې د ننګرهار په ګڼ شمیر ولسوالیو کې د حکومت پر ضد فعالیتونه کول خو اوس دوی په خپلو کړنو پښیمانه دي.»

تسليم شوي داعش وسله وال هم وایي، چې په خپلو تېرو کړنو پښيمانه دي او راتلونکي کې به له داعش ډلې سره هېڅ ډول اړیکې نه ساتي.

د دوی له ډلې غزیز ګل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې دوی د تېر نظام پر ضد د جګړې په موخه داعش سره يو ځای شوي و او اوس چې طالبان حاکم شول نو دوی هم تسليم شول.

قومي مشران خوښ دي چې په منځګړيتوب يې د دوی د ولسوالیو یو شمېر داعش وسله والو ته طالبانو بښنه وکړه.

په همدې حال کې قومي مشر ملک تورخان وایي، د ننګرهار په یو شمیر نورو ولسوالیو قومي مشرانو پریکړه کړې،که په تسلیم شويو کسانو کې کوم يو له تسلیمۍ وروسته بیا ځلي داعش وسله والو سره یوځای شي، نو د قومي پریکړې له مخې به یې کور سوځول کیږي او له وطن نه به يې جلا وطن کوي.

د ننګرهار د ملي امنیت ریاست د مالوماتو له مخې له کله راهیسې چې دوی واک ته رسیدلي ددې ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې ورته ۴۵۰ تنه داعش وسله وال تسلیم شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه