اطلاعات روز: د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د امریکا د مالیې وزارت د هغې پرېکړې هرکلی وکړ چې له مخې یې بهرمېشته افغانان کولی شي افغانستان ته پیسې ولېږي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (یکشنبه، د لېندۍ ۲۱مه) پر خپل ټوېټر د امریکا دا پرېکړه یو ښه اقدام بللی او په وینا یې چې د دې پرمختګ ستاینه کوي.
ښاغلي بلخي لیکلي: «د امريکا ماليې وزارت له خوا بانکونو ته شپاړسم جنرل لایسنس صادرول يو ښه اقدام دی چې وس بهرميشت افغانان کولای شي خپلو کورنيو ته د ويسټرن يونين، منېګرام او نورو بانکي لارو پيسې وليږي.»
عبدالقهار بلخي په دوام کې ویلي، هیله لري چې افغانانو ته د نړیوال بانکي نظام په ټولو برخو کې د لاسرسي حق ورکړل شي.
د امریکا مالیې وزارت پرون دا پرېکړه صادره کړه چې افغانان کولی شي له بانکي لارو افغانستان ته پیسې ولېږي.
د متحده ایالاتتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې یاد پروګرام د دې لپاره تر لاس لاندې نیول شوی ترڅو خلک وکولی شي په دومداره توګه په افغانستان کې له خپلو کورنیو سره مرسته وکړي.
ویسټرن یونین او مني ګرام شرکتونو په سپټمبر میاشتې خپل فعالیتونه په افغانستان کې له سره پيل کړل. دغه شرکتونو د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته خپل فعالیتونه بند کړي و.
