اطلاعات روز: هلمند چې په تېرو دوو لسیزو کې په کې د حکومت او طالبانو ترمنځ سختې جګړې وشوې، خلکو ته د ځاني، مالي او عامه خدمتونو د زيانونو ترڅنګ برښنا برخې ته هم سخت زيان اوښتی دی.
د هلمند ولايت د برښنا رییس مولوي عبدالاحد ايوبي نن (شنبه د ليندۍ ۲۰مه) اطلاعات روز ته وويل، د تيرو جګړو پر مهال د هلمند د برښنا ۸۰ ترانسفرمرونه تخريب شوي چې له امله يې خلک په ډيرو ستونزو کې ول.
هغه وايي له کومه وخت چې د ياد ولايت واک طالبانو ترلاسه کړی په دريو مياشتو کې ۸۰ هغه مختلف الظرفيته ترانسفرمرونه یې جوړ کړي او اړونده سيمو ته يې انتقال کړي چې د جګړو پر مهال تخريب شوي ول او د برښنا په برخه کې يې خلکو ته ستونزې جوړې کړې وې.
هغه وايي: «د لښکرګاه ښار په یو لړ سیمو کي ۲۴۵ پایې او د ميټرانو صندقونه چي د جګړو پر مهال تخریب شوي ول، دویم ځل یې ترمیم او نصب کړي او دغه راز د لښکرګاه ښار او دوراهي پورې ۴۴ کیلومتره او له دوراهي څخه تر سنګین ولسوالۍ پورې ۱۱۰ کیلومتره لین د ۲۰ ورځو په موده کي ترمیم او تمدید شوی دی.»
په همدې مهال د دغه ولايت د برښنا د تفتيش مدير شيراغا معروفي وايي، د ښار په ټولو سيمو کې د ياد مديريت لخوا د تفتيش چارې په چټکۍ سره روانې دي او ټول هغه ترانسفرمرونه او ميټرونه چې د تيرو جګړو پرمهال ويجاړه شوي دي، دوی يې رغوي.
نوموړي وویل: «موږ اوس کار روان کړی دی ترڅو هغه ټول وسايل چې تخريب شوي دي له سره يې ورغوو او هغه خلکو ته چې د برښنا د نشت سره مخ دي هغو ته برښنا چمتو کړو.»
د هلمند اوسيدونکي بیا په دغه ولايت کې د برښنا په برخه کې د شته ستونزو د حل څخه خوښي څرګندوي او وايي چې د تيرو وختونو په پرتله اوس پر خلکو برښنا په عادلانه ډول ويشل کيږي.
د لښکرګاه ښار يوه اوسيدونکي عبدالرحمن اطلاعات روز ته وويل، چې د تير حکومت پر مهال د جګړو له امله د برښنا د ليږد په برخه کې خلک له ستونزو سره مخ ول، خو له کومه وخته چې په افغانستان کې طالبان واکمن شوي دي ورسره په دغه ولايت کې د برښنا په برخه کې تيري ستونزې حل شوي او خلک پر وخت د برښنا څخه برخمن وي.
هغه وویل: «د برښنا مزي ټول جوړ دي د برښنا ستونزه حل شوې ده په تيرو وختونو کې به خلک له ډيرو ستونزو سره مخ وه د کندهار او هلمند ولايت ترمنځ به برښنا د نا امنيو او جګړو له امله بنديدله خو اوس چې کله جګړې دريدلي دي د برښنا د بنديدو ستونزه حل شوې ده، اوس بیا لويه ستونزه دغه ده کله چې برښنا پريکيږي په کجکي بند کې اوبه کميږي.»
هلمند د برښنايي برخو ته د زيانونو اوښتو ترڅنګ د تيرو جګړو پر مهال د خلکو عام کورونه روغتيايي مرکزونه او نور عامه تاسیسات ويجاړ شوي دي.
څه موده مخکې د دغه ولايت اوسيدونکو اطلاعات روز سره خبرو کې له دولته غوښتنه کړې وه چې د تيرو جګړو پرمهال ويجاړ شوي کورونه دې طالبان ورته ورغوي.
