ننګرهار کې ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت د چپرهار ولسوالۍ د نوي جوړ شوي سیمه ییز ټولي قوماندان له خپل ورور او دوو خپلوانو سره وژل شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (شنبه، ۸لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تایید کړه او وېي ویل، نن سهار نامالومو کسانو د سره رود ولسوالۍ اړوند «ګنده چشمې» کلي کې د چپرهار ولسوالۍ د نوي سیمه ییز ټولي قوماندان له خپل ورور او دوو خپلوانو سره په ډزو وژلي دي.
خوږیاڼي زیاته کړه: «نن سهار د چپرهار ولسوالۍ نوې سیمه ییز ټولي قومندان په ګدون څلور تنه وژل شوي دي.»
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
