اطلاعات روز: کابل کې د پاکستان سفیر منصوراحمد خان وایي، د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي او په بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې کړي دي.
پاکستاني سفیر منصوراحمد خان نن (پنجشنبه، د لېندۍ ۱۸مه) پر خپل ټوېټر لیکلي چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په لیدنه کې یې د تلپاتې سولې، ثبات او سیمه ییز اتصال په اړه هر اړخیز بحث وکړ.
ښاغلي خان دغه راز لیکلي، دوی موافقه وکړه چې په سوداګرۍ، ټرانزیټ او ویزې کې اسانتیاوې مهمې دي.
په ورته مهال حامد کرزي هم پر خپلې فیسبوکپاڼې د دې لیدنې په اړه خبر ورکړی دی. نوموړي ویلي چې کابل کې د پاکستان سفیر سره یې کتلي او د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو په اړه یې خبرې کړي دي.
ښاغلي کرزي لیکلي: «په دغې کتنې کې د دې ترڅنگ چې د دواړو هیوادونو د ښو اړیکو په باب خبرې وشوې، پخواني جمهور رئیس د هغو افغان محصلینو د ستونزو په باب چې د پاکستان تحصیلي بورسونه یې ترلاسه کړي خو د ویزې د نه لرلو له امله یاد هیواد ته نه شي تللی، د پاکستان د سفیر پاملرنه وغوښته.»
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وینا چې په دې کتنه کې همدراز د دواړو هیوادونو ترمنځ د لا ډېرو اقتصادي همکاریو د پراختیا په باب د نظر تبادله وشوه.
پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د پاکستاني سفیر منصوراحمد خان لیدنه داسې مهال ده چې ښاغلي خان له دې وړاندې له طالب چارواکو او د مخکیني نظام یو شمېر چارواکو او مسوولینو سره هم لیده کاته درلودل؛ هغه څه چې پر ټولنیزو رسنیو یې د یو شمېر افغانانو غبرګونونه او اندېښنې هم راپورته کړي دي.
