اطلاعات روز: پاکستان ته د طالبانو حکومت د لوړو زدهکړو وزیر عبدالباقي حقاني په سفر کې، نوموړي ته د لاهور پوهنتون له خوا د ۱۰۰ تحصیلي بورسونو او ۱۰ نور د دکتورا کچې بورسونو د ورکړې ژمنه شوې ده.
کابل کې د پاکستان سفیر منصوراحمد خان نن (پنجشنبه، ۱۸ د لېندۍ) پر خپل ټوېټر لیکلي چې دغه بورسونه د لاهور د ټکنالوژۍ او مدیریت پوهنتون له خوا ښاغلي حقاني ته ورکول کېږي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر تېره یکشنبه د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړ او هلته یې د پاکستان لوړو زده کړو کمېټې (HEC) او د مسلکي او تخنیکي زده کړو ادارې مسوولینو سره وکتل.
عبدالباقي حقاني پاکستان کې د افغانستان سفارت انګړ کې افغان محصلینو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزو د حل ډاډ ورکړی. نوموړي په خپلو خبرو کې محصلینو ته سپارښتنه کړې وه چې د افغانستان ابادولو لپاره دې زده کړې وکړي.
نوموړي په داسې مهال پاکستان ته سفر کړی او هلته یې د افغانستان د زدهکړو لپاره پاکستاني چارواکو سره لیدلي، چې د تېرو څلورو میاشتو راهیسې په افغانستان کې دولتي پوهنتونونه تړل شوي پاتې دي.
