اطلاعات روز: پکتیکا د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست چارواکي وایي، په دې ولایت کې یې د مرمرو قیمتي ډبرو کان پیدا کړی دی.
د پکتیکا ولایت د کانونو او پترولیم رییس مولوي نظر ګل صياد وايي، له څو ورځو راهيسي يې د مسلکي کسانو په مټ سروې ترسره کړه، چې په نتيجه کې يې د دې ولايت د مرکز ښرنې اړوند «سپین څک» په سیمه کې د قيمتي ډبرو يو کان وموند، چې په کې د مرمرو قيمتي ډبرې شاملې دي.
هغه زياته کړه، چې د دې سربېره په ياده سيمه کې د ډبرو سکارو د کان استخراج هم پيل شوی دی.
د پکتيکا ولايت اوسېدونکي هم د دې کان په موندل کېدو خوښ دي او له طالبانو غوښتنه کوي، چې د خپلسري استخراج او ګاونډيو ته يې د قاچاق مخه ونيسي.
