هلمند کې د سلطان مسعود ماڼۍ له غاصبينو خلاصه شوه

اطلاعات روز: د هلمند مرکز لښکرګاه ښار اړوند په لومړۍ حوزه کې پرته د سلطان مسعود تاریخي ماڼۍ چې شاوخوا ۱۳ سوه کاله تاریخ لري او خلکو غصب کړې وه، خلاصه شوه.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند د تاريخي ابداتو د ساتنې مدير مولوي حمدالله مدثر نن (چهارشنبه، ۱۷ د لېندۍ) اطلاعات روز ته وويل، یاده تاریخي ماڼۍ چې ۶۰ کورنیو په خپل سر په کې اړولي ول تر هلو ځلو وروسته په بشپړه توګه پاکه شوه.

ښاغلي مدثر زیاتوي چې د دې ماڼۍ د بیارغونې لپاره به یې کارونه پیل شي، څو خپل تاریخي ارزښت له لاسه ورنه کړي.

هغه وویل: «د اطلاعاتو او فرهنګ رياست هوډ لري چې د هلمند ولايت اړوند ټول لرغوني او تاريخي ځایونه د غاصبينو له منګولو خلاص او عاملین یي د شرعي اصولو اړوند مجازات کړي.»

په عین وخت کې بیا یو ليکوال او تاريخ څېړونکی محمد اسماعيل شريعت يار هم وایي، هلمند د هېواد په کچه هغه لرغونی او تاريخي ولايت دی چې د اوږده او څپانده سيند پر غاړه يې تمدنونه رامنځته شوي او زرګونه کلونه وړاندې دا سیمه له برمه ډکه سیمه وه او بېلابېل نومیالي یې روزلي دي.

د ده په وينا، هلمند د نورو تمدنونو ترڅنګ په سياسي، علمي او ادبي برخو کې هغه ولايت دی چې په ځينو تاريخونو کې ورته د علم زانګو او د پښتو ادب پلازمېنه ويل شوې ده.

شریعت یار په دې اړه وایي: «دا ماڼۍ د غزنوي واکمنانو ژمنی ټاټوبی و چې په دوبي کې به په غزني او په ژمي کې به همدلته اوسېدل او له همدې ځایه به یې د هېواد چارې سمبالولې.»

دغه راز ښاغلي شريعت يار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د دغه نېک او بې ساري اقدام ستاينه وکړه.

همداراز نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ له مسولينو وغوښتل، څو ټول هغه تاريخي ابدات چې د کورنيو جګړو پرمهال وران شوي او غصب شوي، د هغوی د ژغورنې او ساتنې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

هغه وایي: «هیله مو دا ده چې په دغه ولایت کې د ټولو تاریخي ځاینونو کلکه ساتنه وشي. که دا کار دوام وکړي، د تاریخي ځایونو ساتنې ته ارزښت ورکول کېږي.»

بلخوا بیا یو بل لیکوال، شاعر او د دغه ولایت د ادبي بهیر مشر سیدمحمد حیرت هم تاریخي میراثونه د هېواد ملي شتمني یاده کړه.

هغه وایي، د تاریخي سیمو ساتنه هم د حکومت او د ملت دنده ده چې باید د غصب او تخریب مخنیوی یې وشي.

نوموړي زیاته کړه: «د تاریخي سیمو ساتنه د حکومت او ملت دنده ده، باید ورانېدو ته پاتې نه شي او په بیارغونه کې یې هڅې وشي. په دې سره به راتلونکي نسلونه پر خپل تاریخ خبر شي.»

هلمند هغه ولايت دی چې د هېواد په کچه د پراخ مساحت ترڅنګ ډېری لرغوني ابدات او تاريخي ودانۍ لري چي له بده مرغه يې د کورنيو جګړو پر مهال يو شمېر لرغوني او تاريخي کلاګانې له غصب او ورانۍ سره مخ شوې دي، چې له ډلې یې یوه د سلطان مسعود ماڼۍ وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه