اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو د ولایت رسنیز دفتر وایي، د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې یې ۱۸ تنه مشکوک کسان له بېلابېلو وسلو سره یو ځای نیولي دي.
د ولایت د رسنیو له دفتره نن (چهارشنبه، ۱۷ د لیندۍ) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ولایت د طالبانو ملي امنیت ځواکونو د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې تیره شپه چاڼیز عملیات ترسره کړي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د دې عملیاتو پر مهال ۱۸ تنه مشکوک کسان له وسلو او مهماتو سره یو ځای نیول شوي دي.
تراوسه د نیول شویو کسانو په اړه څه نه دي ویل شوي چې کومې ډلې پورې تړلي دي او نه هم طالبانو دا ویلي دي چې څومره او کوم ډول وسلې یې نیولي دي، خو خبرپاڼې زیاته کړې چې نیول شویو کسانو ته به له څیړنو وروسته د قانون له مخې سزا ورکړل شي.
