د کونړ او نورستان زده‌کوونکې: تعلیمي کال مو په ختمېدو دی خو لا هم ښوونځي تړلي

خبریال: جان‌اغا صالح

په کونړ او نورستان کې د منځنيو ښوونځیو او لېسو ښځېنه زده کوونکې وايي، تعلیمي کال يې په ختمېدو دی، خو لا يې هم پر مخ د ښونځیو دروازې تړلي دي.

 ښځینه زده کوونکي ټینګارکوي چې زده کړې يې حق دی او شته نظام دې ښځینه وو ته د زده کړو په برخه کې خنډونه نه جوړوي.

د کونړ مرکز اسعداباد کې د فاطمې لېسې د لسم ټولګي زده کوونکې امینې اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له طالبانو وغوښتل چې د دوی پر وړاندې د زده کړو تړلې دروازې دې پرانېزي.

د امنیې په خبره چې د طالبانو له راتګ وروسته له شپږم ټولګي پورته ښځینه زده کوونکو پرمخ د ښوونځي دروازې تړلې او زده کړې یې په نیمه پاتې دي.

امینه زیاتوي: «مونږ له دې وړاندې هم په پرده او حجاب کې ښوونځيو ته تللو او خپلې زده کړې مو کولې، زده کړې زمونږ لوی ارمان دی او له کله راهیسې چې ښوونځي تړل شوي په کورونو کې مو زړونه تنګ دي او غواړو چې مونږ ته د زده کړو اجازه راکړل شي تر څو مونږ خپل هدف ته ورسیږو، زده کړې زمونږ حق دی او له مونږ څخه دې دا حق نه اخیستل کیږي، د نارینه وو په شان ښځې هم حق لري چې زد ه کړې وکړي حال دا چې د اسلام مقدس دین پر نر او ښځه یو ډول د علم زده کړه فرض کړې ده، څومره اسلامي هېوادونه دي چې هېڅ چا د نجونو د تعلیم مخالفت نه دی کړی.»

ښوونځيو ته له تګه بې برخې شوې نجونې د خپلو هغه خویندو کېسې کوي چې له شپږم ټولګي پورته ټولګیو زده کوونکې وې، خو اوس په کور ناستې دي.

د کونړ د فاطمې لېسې زده کوونکې ماریه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د کورنیو نارینه زده کوونکي يې چې هر سهار ښوونځیو ته ځي نو دوی خواشیني کېږي او خپل راتلونکی تیاره ورته ښکاري.

ماریه زیاته کړه: «له کله راهیسې چې ښوونځي تړل شوي مونږ په کور کې ناستې یو او په همدې انتظار یو چې کله به ښوونځي بیرته پرانیستل کیږي، کله چې ښوونځي تړل شوي او دکورنۍ نور نارینه زده کوونکي چې ګورم ښوونځي ته ځي، نو ډیر خواشینې کیږم او وایم چې کله به زه هم د دوی په شان ښوونځي ته ځم او پاتې زده کړې به بشپړوم، تمه لرم چې ښوونځي به پرانیستل شي.»

اخوا د کونړ د ګاونډي نورستان ښځينه زده کوونکي هم د ورته برخلیک سره مخ دي.

ایمان د مرکز پارون اړوند د پشکي لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکې ده، د هغې په خبره که څه هم په یو شمېر ولایتونو کې طالبانو د نجونو منځني ښوونځي او لېسې بېرته پرانیستي، خو په زیاتو ولایتونو کې لاهم د نجونو ښوونځي تړلي دي.

ایمان زیاتوي: «زه دنورستان د پشکي لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکي یم، مونږ له طالبانو غواړو چې زمونږ ښوونځي دې بیرته پرانیزي او ښځينه زده کوونکو ته دې اجازه ورکړي چې ښوونځيو ته لاړ شي او خپلې زده کړې بشپړې کړي، ځکه چې هره ټولنه ښځېنه ډاکټرې، ښځېنه ښوونکې، ښځېنه انجینرې ته اړتیا لري، هېڅ یوه ټولنه له تعلیم یافته خلکو پرته پرمختګ نه شي کولی. که نجونو ته د تعلیم اجازه ور نه کړل شي، نو ټولنه به مو بې تعليمه او هېواد به مو له پرمختګ وروسته پاتې شي.»

په همدې حال کې د پوهنې وزارت مسوولین بیا په دې برخه کې دیوې ځانګړې طرحې یادونه کوي.

د پوهنې وزارت ویاند نظر محمد عرفان اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، وزارت یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پیل په اړه په یوې ځانګړې طرحې کار پیل کړې، چې په بشپړیدو سره به یې د انجونو ښوونځي پیل شي.

نظر محمد عرفان زیاته کړه: «د پوهنې وزارت په یوې داسې طرحې کار پیل کړی چې له مخې به یې په نیږدې راتلوونکې کې د نورو ولایتونو په څیر ننګرهار کې هم له شپږم ټولګي پورته ښځینه زده کوونکو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي، ترڅو زده کوونکي خپلو هیلو ته ورسیږي، دا طرحه لا تراوسه نهایي شوې نه ده او په دې طرحه کې ټول هغه اړخونو ته پام شوی چې څه ډول ښځینه زده کوونکي کولای شی په ارامه فضا کې خپلې زده کړې وي او کورنۍ هم وهڅیږي چې خپلې لوڼې ښوونځيو ته د زده کړو لپاره واستوي تمه لرو چې راتلونکي تعلیمي کال ته به بشپړه شي.»

کونړ او نورستان کې وروسته له هغې ښځینه زده کوونکې د تړلو ښوونځيو د پرانیستو غوښتنه کوي، چې له دې وړاندې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ښځینه زده کوونکو د زده کړو بهیر پيل شوی وو، خو له څه وخت تیریدو وروسته د ځينو ستونزو له امله بیرته ودرول شو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه