د هلمند جګړو ځپلي طالبانو ته: کورونه مو راجوړ کړئ

اطلاعات روز: د هلمند اوسيدونکي وايي د تيرو جګړو پر مهال د ويجاړ شویو کورنيو په رغېدو کې ورسره هيچا مرسته نه ده کړې.

هلمند چې د هېواد په سوېل کې پروت ولايت دی، د تيرو جګړو له امله خلکو ته د ځاني زيانونو ترڅنګ په پراخه کچه مالي زيانونه هم اووښتي دي چې اوس يې له مسوولينو د جبرانېدو هيله لري.

د هلمند ولایت لښکرګاه ښار د لسمې امنیتي حوزې ګڼ شمېر اوسېدونکي وایي، چې د تېرو جګړو پر مهال د دوی کورونه ویجاړشوي او تراوسه نه د کډوالو چارو ریاست او نه هم نورو مرستندویه ټولنو له دوی سره کومې مرستې کړي.

خلک وايي په دغه ولايت کې د ژمي په رارسيدو سره ډير شمير جګړه ځپلي د سرپنا ځاي نه لري او له ډيرو سختو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

د ښار د لسمې امنيتي حوزې يو اوسيدونکي ګلاب جان چې په تيرو جګړو کې يې کور په بشپړ ډول له منځه تللی دی، اطلاعات روز ته وويل د کور د بیارغولو لپاره هيڅ توان نه لري او که مرسته ونه شي نو روان ژمی به يې له کړاوونو ډک او تر شنه اسمان لاندې تير شي.

هغه وايي دا مهال د خپلو خپلوان په کور کې اوسيږي او نه پوهيږي چې په راتلونکي ژمې کې به هغوی ورته ځای ورکړي که نه.

هغه وایي: «دغه سیمه درې کاله مخکې د جګړې لومړۍ کرښه وه، دا کورونه وران شوي او کښتونه له منځه وړل شوي دي، خو د بیا جوړېدو لپاره یې له موږ سره هېڅ مرسته نه ده شوې. ژمی رارسيږي دغه اوس د خپلې خور زامنو په کور کې اوسيږم، د هغوی کور هم ډير کوچنی دی زه نه پوهيږمه چې په ژمي کې به هغوی ماته د کور ځاي راکړي که نه؟ زموږ له دولت څخه غوښتنه ده چې زموږ سره دې مرسته وکړي ترڅو موږ خپل ويجاړ شوي کورونه بیا له سره جوړ کړو.»

د دې سیمې اوسېدونکي له اړونده مسوولینو غوښتنه کوي چې مرستې دې د غیرمستحقو کسانو پر ځای اړمنو ته ورکړي.

هغه زیاتوي: «مرستې باید مستحقو خلکو ته ورکړل شي، اوس پر داسې کسانو مرستې وېشل کېږي چې هېڅ اړتیا ورته نه لري.»

بل خوا بیا د هلمند د کډوالو چارو رییس مولوي الله داد انقیادي د خلکو هغه اوازې ردوي چې مرستې پر غیر مسحقو کسانو وېشل کېږي.

هغه دوشنبې په ورځ اطلاعات روز ته وويل، په هلمند ولایت کې هرې ولسوالۍ او سیمې ته د سروې ټیمو لېږل شوي او په خبره یې هغه کورنۍ په نښه شوي چې لاسنیوی او مرستو ته جدي اړتیا لري.

نوموړی وایي: «موږ ټولو مسحقو کورنیو ته رسېدنه کوو، له هغوی سره مرستې کوو. هغه اوازې ناسمې دي چې مرستې له نامستحقو کورنیو سره کېږي.»

دا کسان پر داسې مهال له هغوی سره پر مرستو او په دې برخه کې پر رڼتیا ټینګار کوي چې د تېرو جګړو پر مهال هلته د ډېرو کسانو کورونه وران شوي، خو د بیارغېدو لپاره یې مالي وس نه لري. د خلکو د کورونو تر څنګ عامه تاسیسات او روغتیایي مرکزونه هم ویجاړ شوي، چې د بیارغېدو لپاره یې تر اوسه اقدام نه دی شوی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه