اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب مسوولین وایي، په دې ولایت کې د برښنایي پېژندپاڼو د جوړولو چارې یو ځل بیا پیل شوي دي.
د ولایت د رسنیو له دفتره په خپرهشوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو وزيرانو شورا د پرېکړې او د ننګرهار والي د لارښوونې له مخې د احصايې او معلوماتو رياست يو ځل بيا په دې ولايت کې د برښنايي پېژندپاڼو جوړولو، بایوميتريک او د تذکرو وېش چارې پيل کړې دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې جلال اباد ښار کې د برښنايي پېژندپاڼو په مرکزونو کې عملاً د مراجعينو کارونه مخته وړل کيږي او چارواکي ډاډ ورکوي چې د تېر په څېر به په پراخه کچه ياده پروسه پر مخ یوسي.
د برښنایي پېژندپاڼو د جوړولو او وېش دغه لړۍ د طالبانو په لاس د مخکیني جمهوري نظام له سقوط سره سم ودرېدلې وه، خو اوس یې طالب چارواکي د بیا پیل او ښو چوپړونو وړاندې کولو خبره کوي.
