خبریال: جاناغا صالح
د ډاکتر ناکامورا د وژل کیدو دوه کاله پوره شول خو لا یې هم قاتلین نه دي نیول شوي. هغه پوره دوه کاله وړاندې په ۱۳۹۸ کال د همدې لیندۍ میاشتې په ۱۳مه نېټه په جلال اباد ښار کې په یو وسله وال برید کې ټپي او بیا یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
پر نوموړي هغه مهال برید وشو، چې غوښتل يې په جلال اباد کې د یوې پروژې د کار ارزونه وکړي، په دې برید کې د نوموړي خدمتګار پنځه نور افغان همکاران هم ووژل شول.
که څه هم عامو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د دویم تلین یاودنه کړې خو په دولتي کچه یې سږ کال تلین ونه نمانځل شو.
افغانانو کلونه وروسته هم د ناکامورا په مرګ خواشیني او په دې ډول دهغه د خدمتونو او هڅو قدردانی یې کوي.
د ننګرهار یو اوسیدونکی محمد نعیم ډاکتر ناکامور د هیواد د آبادۍ او بسیاينې رښتني خدمتګار یادوي.

هغه اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د هیواد دښمنانو ناکامورا چې افغانانو له مينې کاکا مراد باله ونه شو زغملی چې د هیواد شاړې دښتې ابادې کړي او د نورو له احتیاج خلاص نو ځکه یې خو هغه په بې رحمانه ډول وواژه.
نوموړی که څه هم تیر حکومت د ناکامورا د وژلو او قاتلینو د نیولو په قضیه کې پاتې بولي خو له طالب چارواکو غوښتنه کوي، چې د ډاکتر ناکامورا قاتلین دې پیدا او د مرګ په سزا دې ورسوي.
محمد نعیم زیاته کړه: «ناکامورا د هیواد د ابادۍ یو رښتینی خدمتګار و، د هغه ساتنه نه ولس وکړه او نه حکومت او نه یې څوک په قدر پوه شول، د هیواد دښنمانانو هغه په بې رحمانه ډول وواژه دښمن نه غوښتل چې دې ولس ته څوک خدمت وکړي او د نورو له احتیاج خلاص شي، نو ځکه یې خو ډاکتر ناکامورا مړ کړ، ولس له طالبانو غواړي چې د ناکامورا قاتلین دې پیدا کړي او د ولس په مخ کې په د مرګ سزا ورته ورکړي.»
خو ننګرهار کې طالب چارواکو بیا اطلاعات روز ته د ډاکټر ناکامورا د قضیې په اړه بې خبري وښوده. والي ویاند قاضي ملا عادل وویل چې د دوی حکومت نوی دی او د دې قضیې په اړه مالومات نه لري.
د ننګرهار یو بل اوسیدونکی حضرت الله بیا د ډاکتر ناکامورا د وژلو پړه د تیر حکومت پر مهال پر ځینو مافیایي کړیو اچوي چې د ځینو ګاونډیو هیوادونو لپاره یې د حکومت په داخل کې فعالیت کاوه.
نوموړی وایي، تیر حکومت ته د ناکامورا قاتلین مالوم و، خو د پېسو په بدل کې یې خوله چوپه کړې وه.
نوموړی له طالب چارواکو غواړي که د ولس زړه خپلول غواړي نو د ناکامورا قاتلین دې پیدا کړي او سزا دې ورکړي.
حضرت الله زیاته کړه: «ناکامورا چا مړ کړ خو د تیر حکومت ټولو چارواکو ته دا خبره مالومه و چې چا او ولې مړ شو، خو د تیر حکومت ستونزه دا وه چې قاتلین یې د پېسو په بدل کې خوشې او یا نه نیول کیدل دوی دا کار د ځینو هیوادونو په لمسون وکړ چې ناکامورا په رښتینې ډول افغانانو ته خدمات کاوه او دا ولس یې له احتیاج ژغوره.»

که څه هم د تیر جمهورې نظام پرمهال د ننګرهار ولایتي چارواکي ویلي و، چې د ډاکتر ناکامورا د وژل کیدو د قضیې په تور یې دوه تنه نیولي خو د یاد نظام له نسکوریدو لا تراوسه د یادو کسانو څخه څه مالومات ترلاسه نه شول.
د تیر حکومت پر مهال د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل د ناکامورا د وژل کیدو د لومړي تلین په نمانځغونډه کې د ناکامورا د قاتلینو په نیول کېدو ټینګار وکړ او ولس ته یې ډاډ ورکړ چې د نوموړي د قتل عاملین به تر نیولو وروسته ژر د قانون منګلو ته وسپاري.
خو اوس تازه د ننګرهار د پخواني والي ویاند عطاالله خوږیاڼي په خپله فیسبوک پاڼه د ناکامورا د تلین یادونه کړې او ویي یې دي، د ناکامورا د وژل کیدو په تور یو تن چې د تیر حکومت پرمهال محبس کې و او د ناکامورا د وژل کیدو د قضیې په اړه یې هر ډول مالومات ورکول څه ډول له محبس لادرکه شو.
نوموړي ویلي دا هر څه به په یو مناسب وخت کې له ولس سره شریک کړي چې ناکامورا چا او ولې ووژل شو.
خوږیاڼي لیکلي: «ډاکتر ناکامورا نیږدې دوه لسیزې په ننګرهار کې د کانالونو چیک ډیمونو او نورو برخو کې خلکو ته له کوم سیاسي فعالیت وروسته ډیر خدمت وکړ، شاړې ځمکې یې ابادې کړې او د کرنیزې ودې لپاره یې نه ستړی کیدونکې هلې ځلې وکړې هغه د مرګ څخه یوه ورځ مخکې د مروارید کانال چې ۷ سوه زره ډالر لګښت پرې راته رغونه پیل کړه خو یوه ورځ وروسته دهیواد د دښمنانو له خوا ووژل شو. یو کس چې په محبس کې وو او د ناکامورا د قاتلینو په اه یې هر ډول مالومات او همکاري کوله څه ډول دا کس لادرکه شو زه به دا هر څه درسره په یو مناسب وخت کې شریک کړم.»

اطلاعات روز ورځپاڼې هڅه وکړه چې له ښاغلي خوږیاڼي د ناکامورا د وژل کیدو په اړه نور مالومات هم ترلاسه کړي خو هغه د ځینو دلایلو له امله ونه غوښتل اطلاعات روز ورځپاڼې ته په دې اړه نور مالومات ورکړي.
ښاغلي خوږیاڼي د ناکامورا په اړه په فیسبوک شوی پوست هم له څو ساعتونو وروسته لرې کړ.
مونږ هڅه وکړه د ناکامورا د وژل کیدو، د قاتلینو د نیول کیدو او په دې اړه نور مالومات ننګرهار کې له طالب چارواکو ترلاسه کړو، خو دوی د یادې قضیې په اړه ناخبري وښوده.
ډاکټر ناکامورا د هېواد ختیځ په ځانګړي ډول ننګرهار کې د ابادۍ پرېمانې او نه هېرېدونکې هڅې کړي دي چې له کبله یې اوس ځایي اوسېدونکي په هوساینه کې دي.
هغه شاړې دښتې په ښېرازۍ واړولې. د ننګرها ښیوې ولسوالۍ کې د ګمبیري دښته یې یوه بېلګه ده چې پخوا په کې نه فصل او نه اوبه وې، خو اوس یې شنو جلګو ته سیلانیان ورمات دي.
د ناکامورا د تیرو خوارویو یې یوه ده چې د کانالونو په ویستلو یې شاوخوا یو میلیون خلکو ته ګټه رسیږي.
ناکامورا څه کم دېرش کاله مخکې افغانستان ته راغی. لومړی يې دلته روغتیایي هڅې پیل کړې چې د افغانستان په ځینو مرکزي او ختیځو سیمو کې يې روغتیايي کلینیکونه پرانستل، خو ژر دې ته ځیر شو چې د افغانانو اساسي ستونزې نورې هم دي.

هغه مټې یې رابډوهلې او د کرنې، اوبو لګولو په برخه کې يې هڅې پیل کړې او تر پايه پورې يې د خلکو د خدمت لپاره پر ځان شپه او ورځ یوه کړې وه.
ناکامورا غوښتل د دا ډول پروژو په پلي کیدو سره افغانستان د څو لسیزو جګړو وروسته د نورو له مختاجۍ خلاص او د ځای بساینې په لور ګام واخلي.
ناکامورا د ننګرهار په کامه، بهسود، کوزکونړ او درهنور ولسواليو کې يې د زراعت او مالدارۍ په برخه کې د پام وړ پروژې بشپړې کړې او تر ۲۰۱۶ کاله پورې يې نهه د اوبو کانالونه په جوړیدو سره یې زرګونه جریبه ځمکه خړوبه او خلک یې له فقر وژغورل.
