اطلاعات روز: د طالبانو سرپرست حکومت مرکزي بانک تاییدوي چې دوی افغانستان سره د بشري مرستو لړ کې ۱۶ مېلیونه امریکایي ډالره ترلاسه کړي دي.
مرکزي بانک نن (پنجشنبه، ۱۱ د لېندۍ) په یو لړ ټوېټونو کې ویلي چې دغه مرستې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازندویه دفتر یا یوناما له لارې دوی ته رسېدلي دي.
افغانستان بانک چې د هېواد د بانکي نظام څارونکی او مرکزي بانک دی، تېره ورځ یې د کابل له هوایي ډګره تر د افغانستان نړیوال بانک پورې د یادو نغدو پیسو د لېږد چارې تر سره کړې.
یاد بانک لیکلي: «په هېواد کې له اړمنو خلکو سره د نغدو بشري مرستو د رسولو مسئولیت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازندویه دفتر یا یونما پر غاړه لري.»
مرکزي بانک په دوام کې لیکلي چې د افغانستان بانک هڅه کوي د بېلابېلو اصولي لارو په کارولو سره د فقر او بېوزلۍ مخه ونیسي. دغه بانک خلکو ته ډاډ ورکړی چې «ډېر ژر» به د هېواد بانکي نظام خپل عادي حالت ته راوګرځي.
