اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وایي، یوه لس کلنه نجلۍ چي یو بله یوه کلنه نجلۍ یې اختطاف کړې وه، نیول شوې ده.
ارزګان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ جنایي مدیر مرستیال مولوي سلیم وایي، دوی تیره ورځ یوه لس کلنه انجلۍ په دې تور نیولې چي یوه بله یو کلنه نجلۍ یی مرکزي روغتون کي د خپلې کورنۍ څخه پټه کړې وه، کوم بل ځای ته یی وړې وه خو دوی تر ډیرو پلټونو وروسته پیدا کړه.
ښاغلی سلیم اطلاعات روز ته نن (پنج شنبه، ۱۱ د لېندۍ) وویل، اختطاف ګرو یوه لس کلنه نجلۍ اړ کړې وه چې د خلکو ماشومان ورته غلا کړي او تر دوی پورې یې ورسوي.
دی زیاتوي هڅې یی پیل کړي تر څو هغه کسان هم ونیسي چي یاده لس کلنه نجلۍ یې انساني غلا ته اړ کړې وه.
په اختطاف تورنه نجلۍ بیا وایي، چې نوموړې د یوې مېرمنې له خوا دې کار ته اړ شوه. هغه وایي چې یادې مېرمنې وګواښله چې که دا کار و نه کړي په چړې به یې حلاله کړي.
د هغې ماشومې پلار چې لور یې اختطاف شوې ده خوشحاله دی او له طالبانو مننه کوي چې د دغه ډول پیښو مخه پر وخت نیسي.
بلخوا د اختطافګرې نجلۍ ورور بیا وایي د ده خور هم د تیرې ورځې راهیسې ورکه وه، نه پوهیده چې چیرې ده او په دې هم نه پوهېږي چې خور یې ولې دا کار کړی او یا یې هم کړی که نه. نوموړی له طالبانو غواړي چې د یادې موضوع په اړه سمه پلټنه وکړي او خور یې خوشې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ارزګان کې د ماشومانو اختطاف زیات شوی او غله د ماشومانو د تښتولو وروسته د کورنیو څخه د پیسو غوښتنه کوي.
