ننګرهار کې طالبانو د ځنګلونو ساتنې لپاره دوه ځانګړې قطعې جوړې کړي

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي چارواکي په دې ولایت کې د ځنګلونو د خپلسري قطع او غصب د مخنیوي په موخه د دوو ځانګړو قطعو د جوړیدو خبر ورکوي.

د ننګرهار رسنیو دفتر نن (چهارشنبه، ۱۰ لیندۍ) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ننګرهار لپاره د طالبانو سرپرست والي حاجي مدثر د کرنې وزارت مرستيال شمس الدين شريعيتي سره د لیدنې پرمهال دې ولایت کې د ځنګلونو قطعې او ځمکو غصب مخنيوي لپاره د ځانګړو قطعو له جوړېدو خبر ورکړی دی.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې به ننګرهار کې د ځنګلونو قطع مخنيوي په موخه د« قطعه سبز» په نوم پنځوس کسيزه او د ځمکو غصب مخنيوي په موخه سل کسيزه قطعه فعاليږي چې د ځانګړي طرز العمل له مخې به د ځنګلونو ساتنه کوي.

د خبرپاڼې له مخې چې د شنو ونو قطع، د تازه او پوستکيو لرونکو لرګيو قاچاق، پير او پلور منع دی، خو د قطع شویو وچو لرګيو د ملکيت تثبیت به کيږي او د يوې مياشتې په موده کې به يې مالکين د ځنګل او شاوخوا سيمو څخه انتقالوي.

طالب چارواکي داسې مهال ننګرهار کې د ځنګلونو د خپل سري وهلو په موخه د ځانګړو قطعو د جوړیدو خبر ورکوي، چې له دې وړاندې د دې ولایت په یو شمیر سیمو کې ځنګلونه په خپلسري ډول وهل شوي او لرګي یې پاکستان او نورو هیوادونو ته قاچاق شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه