اطلاعات روز: د ننګرهار د مرکز او یو شمیر ولسوالیو ښوونکي وایي، له دوی سره د تیر حکومت پر مهال د استوګنې د نمرو د ورکړې ژمنې شوې وې لا یې هم درک نه شته او تر اوسه یې چارې په ټپه ولاړې دي.
د بهسود ولسوالۍ یو ښوونکي سمیع الحق اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، له کلونو راهیسې دوی ته د تیر حکومت هر نوي راغلي والي او د معارف ريسانو ورسره په بیا، بیا د ښوونکو د ښارګوټي د پرانیستو ژمنه کړې، خو له کلونو انتظار وروسته یې هم د جوړیدو او وېش چارې نه دي پیل شوي.
نوموړی د ننګرهار له پوهنې ریاست مسولینو غوښتنه کوي چې دوی ته ځانګړې شوې د استوګنې نمرې دې ټولو ښوونکو ته په خپلو ولسوالیو کې ورکړل شي.
سمیع الحق زیاته کړه: «کلونه کیږي چې ښوونکو سره د نمرو د ورکړې ژمنې کیږي خو تراوسه یې هر څه په خپل حال پراته دي، د تیر حکومت پرمهال هم مونږ ته هر والي او د پوهنې رییس ژمنې کولې چې تاسې ته به نمرې درکول کیږي، خو تراوسه پورې د نمرو خاوندان نشو، اوس زمونږ غوښتنه له طالبانو دا ده چې ښوونکو ته دې نمرې ورکړي او د دوی په نوم چې کوم ښارګوټي دي هغه دې ښوونکو ته وسپاري.»
منصف شاه یو بل د دولتي ښوونځي ښوونکی دی هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې ننګرهار کې د دوی لپاره ځانګړي شوي ښارګوټي اوسمهال غصب شوي او ځینې یې د یو شمیر کړیو له خوا د غصب له ګواښ سره مخ دي.
د هغه په خبره د تیر حکومت پرمهال دې ولایت کې د ځینو د سیمه ییزو زورواکو لخوا یې د نمرو د جوړولو مخه ونیول شوه او تر اوسه یې چارې بیا نه دي پیل شوي.
منصف شاه زیاته کړه: «ښوونکي له طالبانو د نمرو د ورکړې غوښتنه کوي او داسې ځای کې ورڅخه د استوګنې نمرې غواړي چې نیږدې وي او سمه اواره ځمکه وي تر ټولو ښه خبره دا ده چې هر ښوونکي ته دې په خپله ولسوالۍ کې د استوګنې نمرې ورکړل شي تر څو د ښوونکو شته ستونزه حل شي او دوی وکولای شي، چې د ژوند او کورنۍ د اړتیاوې پوره کړي زیاتره ښوونکي شته چې دوی هیڅ د اوسیدو ځای نه لري ، نو لازمه ده چې ښوونکو ته باید پام وشي.»
په همدې حال کې د ننګرهار د پوهنې رئیس مولوي حبیب حضرت حقاني ښوونکو ته ډاډ ورکوي، چې د یو ځانګړي طرزالعمل له مخې به د دې ولایت پر ښوونکو د کور جوړولو نمرې وویشي.
مولوي حبیب حضرت حقاني زیاته کړه: «د پوهنې ریاست په پلان کې لري چې ټولو ښوونکو ته د استوګنې نمرې وویشي، خو دا پروسه به یو څه وخت ونیسي مونږ به دا نمرې د یو ځانګړي طرزالعمل له مخې ورکړي د ننګرهار د دولتي ښوونځیو ټولو درنو ښوونکو ته وویشو.»
لومړۍ ځل نه دی چې په ننګرهار کې ښوونکي دوی ته د نمرو د ورکړې غوښتنه کوي له دې وړاندې هم په څو ځلي دوی د ښارګوټو لپاره د ځمکې د ورکړې غوښتنې کړې، چې یو شمیر هغو ته یې ورکړل شوې او ډير شمیر لاهم پاتې دي.
