ننګرهار کې له اوږده ځنډ وروسته د ګچو کانونو کېندنه پیل شوې

اطلاعات روز: د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې له اوږده ځنډ وروسته د ګچو د کانونو استخراج پیل شوی دی.

د ننګرهار د کانونو ریاست چارواکي وایي، په یاده سیمه کې یې د ګچو د دریو کانونو قراردادونه له کورنیو شرکتونو سره کړي، چې له مخې به یې په مسلکي ډول استخراج شي.

د دغه ولایت د کانونو رییس حاجي بازمحمد عبدالرحمن نن (پنجشنبه، ۴ د لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د یادو کانونو استخراج یې د خوږیاڼو په «ټاټنګ» سیمه کې پیل کړی دی.

د نوموړي په خبره په دې سره به د سیمې زرګونه خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

بازمحمد زیاته کړه: «د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ کې مونږ نن د ګچو د ۳ کانونو قرارداد داخلي شرکتونو ته ورکړ، چې په مسلکي ډول به دا کانونه استخراج شي او هم به د سیمې زرګونه خلکو ته د کار زمینه برابره شي، لا هڅه کوو دې برخه کې کار وکړو.»

د کانونو رییس وایي، په دې ولایت کې یې د معدنونو د استخراج د قراردادونو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي دي او هم یې ننګرهار کې د کانونو د غیر مسلکي استخراج مخه نیولې ده.

عبدالرحمن زیاته کړه: «د طالبانو د حکومت په رامنځته کیدو سره مونږ د کانونو د استخراج په برخه کې قراردادونو ورکړه اسانه کړې او همدا لامل دی چې پانګوال هم زړه ښه کوي چې دې برخه کې پانګونه وکړي او هم مونږ ننګرهار کې د کانونو د غیر قانوني استرج مخه نیولې ده.»

په همدې حال کې د ګچو د کانونو قرادادکوونکي هم خوښ دي چې د قراردادونو په برخه کې ورته حکومت اسانتیاوې رامنځته کړي دي.

قاري مطیع الله د ګچو د کانونو یو تن قرارداد کوونکی دی هغه اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د دې کانونو په استخراج سره به زرګونه خلکو ته د کار زمینه برابره شي او هم له طالب چارواکو وغوښتل چې سوداګرو ته دې د کانونو د استخراج په برخه کې لا اسانتیاوې برابرې کړي.

قرارارداد کوونکی قاري مطیع الله زیاته کړه: «پخوا مونږ د کانونو د قرارداد په برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخ وو، خو د طالبانو د حکومت په راتګ سره دا چاره اسانه شوې ده مونږ له حکومت غواړو چې دې برخه کې نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.»

ننګرهار کې د ګچو د استخراج په قانوني ډول  داسې مهال پیلیږي چې تر دې وړاندې د دې په یو شمیر ولسوالیو کې د شوکاڼي استخراج هم په قانوني ډول پیل شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه