د لویو لارو موټرچلوونکي: پر لارو د ناقانونه پیسو اخیستو او ناامنۍ مخه نیول شوې

اطلاعات روز: د هلمند ولایت موټر چلوونکي وایي د پخوا په پرتله اوس د دې ولایت په لویو لارو کې هغه ستونزې هوارې شوي چې مخکې به موټر چلوونکي ورسره مخ ول.

په لښکرګاه ښار کې هغه موټر چلوونکي چې نور ولایتونو ته تګ راتګ کوي نن (چهارشنبه، ۳ د لېندۍ) اطلاعات روز ته وويل، په تيرو کلنو کې به د ترانسپورټ د زیات ټکس سربیره به ورڅخه پر لارو ناقانونه پیسې اخيستل کيدې او ترڅنګ به يې سړکونه هم کنډ و کپر ول خو له کومه وخته چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي، پر لارو د غيرقانوني پیسو مخه نيول شوې او د ډاډمن امنيت په فضا کې تګ راتګ کوي.

يو موټرچلونکي عصمت الله وايي: «په لارو کې ستونزې نشته پخوا به غله وه او امنیتي پوستو به پیسې اخيستې، هغه اوس نشته او هر څوک کولایشي هر وخت کې په ډاډه زړه سفر وکړي. لويه ستونزه دغه ده چې لارې لاهم کنډ و کپر پاتې دي. طالبان باید د لارو رغولو ته پاملرنه وکړي او دغه لارې ورغول شي.»

هغه مسافرين چې پر لويو لارو تګ راتګ کوي، له طالبانو غواړي چې تخريب شوي سړکونه او لارې ورغوي.

عبیدالله چې له هلمند څخه بولدک ته پر لاره دی، وايي تيرو جګړو په دغه ولايت کې د لويو لارو سړکونه ويجاړ کړي دیي چې د ژمي په رارسيدو سره به خلک له زياتو ستونزو سره مخ کړي.

هغه وايي حکومت باید د سړکونو رغولو ته لومړيتوب ورکړي او هغه سړکونه چې دا مهال تخريب شوي دي ورغوي.

عبیدالله وويل: «تاسو پوهيږئ په تيرو جګړو کې د هلمند لښګرګاه ښار کې لاهم مالي زيانونه خلکو ته ورسيدل، لویې لارې هم زياتېب خرابې شوي، اوس باید طالبان د ژمي رارسيدو څخه مخکې سرکونه ورغوي.»

د هلمند د ټرانسيپورټ رییس قاري مولوی محمد اخلاص مدثر وايي چې هڅه کوي د موټرچلوونکو او مسافرينو لپاره پر لويو لارو اسانتياوې رامنځته کړي ترڅو د تګ راتګ پر مهال خلک له هيڅ ډول ستونزو سره لاس او ګريوان نه وي.

مدثر وايي د يو شمير لويو سړکنو د کنډ و کپر او خرابيدو ستونزې حل شوي دي او تخريب شوي سړکونه او پلچکونه جوړ شوي دي.

هغه وویل: «د پخوا په پرتله اوس پرلارو باندې ډیرې اسانتياوې رامنځته شوي، اکثریت لارې جوړې شوي او هغه تخریب شوي سړکان جوړشوي دي او هر څوک کولی شي د شپې او د ورځې د ګاونډیو ولایتونو ترڅنګ تر کابله پورې هم سفر وکړي.»

هلمند چې يو کرنيز ولايت دی هره کال په بیلابیلو برخو کې په لوړه اندازه کرنيز محصولات توليد او نورو ولايتونو ته وړل کيږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه