کندهار کې د مطالعې دودولو هڅې؛ طالب چارواکي: یوازې کتاب د ټولنې پرمختګ لامل ګرځي

اطلاعات روز: د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کتاب لوستلو سيالۍ جوړه کړه. د دې ریاست چارواکي وایي، چې کتاب لوستنې ته باید وخت ورکړل شي.

د سې شنبې په ورځ ناوخته د کندهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د مطالعې د رواج کولو او لوستلو ته د خلکو هڅونې په هدف د کتاب لوستلو سيالۍ جوړه کړه چې لسګونه کسانو په کې ګډون وکړ.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نوراحمد سعید وايي د لوستلو دغه سيالۍ چې په کې زيات شمير لیکوالانو، فرهنګپالو، د ښوونځيو استادانو، زده کوونکو او ځوانانو ګډون کړی وو، هدف يې د لوستلو برخې ته د ځوانانو هڅول ول.

سعيد د مطالعې پر ارزښت او لوستلو هم خبرې وکړي او زياته يې کړل چې تل باید مطالعې او کتاب لوستني ته وخت ورکړو او ځان د علم او کتاب په ګاڼه سمبال کړو.

دی وايي : «یوازينی شی کتاب دی، چي د ژوند، هيواد او ټولنې د پرمختګ لامل ګرځي. انشاالله، چي اطلاعات او فرهنګ ریاست به هر وخت د داسې علمي، هنري او فرهنګي غونډو شاهد وي، چي له دې سره به د مطالعې او کتاب لوستلو فرهنګ ته وده او پرمختګ ورکړل سي او هم به په هیواد کي موجوده ستونزې د علم او کتاب لوستلو له لارې حل کړل شي»

پخواني استاد حیات الله رفیقي هم مطالعې ته د زده کوونکو او ځوانانو د هڅونې اړوند مهمې خبرې وکړې، ټینګار یې وکړ چي هر کس باید د کتاب او مطالعې سره نژدې پاتې شي، ترڅو د نړۍوالو سره په هره برخه کې ځان سیال کړو. 

یو شمېر نور ګډونوال هم د مطالعې پر ارزښت او اهمیت وغږېدل او ټول ځوانان یې مطالعې او کتاب لوستلو ته وهڅول.

د پروګرام په پای کي د اطلاعات او فرهنګ ریاست له لوري هغو لسو ممتازو او با استعداده زده کوونکو ته، چې په سیالۍ کې زیاتې نمرې ترلاسه کړي وي، ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.

لومړي مقام ګټوونکي ته بایسکل او ستاینلیک، دوهم او درېیم مقام ترلاسه کوونکي ته ستاینلیک او یوه یوه جوړه کالي ورکړل شول.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه