اطلاعات روز: د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د تېرې لړم میاشتې په دوو وروستیو اونیو کې ۶۹۸ ټنه وچه مېوه اروپایي، اسیایي، امریکا او اسټرالیا هېوادونو ته رسول شوې ده.
د طالبانو مرستیال ویاند انعامالله سمنګاني نن (دوشنبه، ۱ د لېندۍ) پر خپل ټوېټر د صنعت او تجارت وزارت له قوله ویلي، چې د وچې مېوې په دې مقدار کې ۵۸۵ ټنه یې کشمش دي.
بهر ته د افغانستان د وچې مېوې لېږد خبره په داسې مهال ده چې د طالبانو په لاس د افغانستان له نسکورېدو سره هممهاله هوایي دهلیزونه هم بند او بهر ته د مېوو په ګډون د نورو توکو لېږد بند شو.
پاکستان چې د افغانستان د نورو توکو ترڅنګ د تازه مېوو لپاره نږدې بازار و، د دې هېواد له خوا افغانستان سره د پولو په تړلو سره، په ځانګړي ډول کندهار ولایت کې د خلکو تازه مېوې خوسا او له کاره ولوېدې.
افغان سوداګر او بزګر چې دا فصل یې د لارو بندون له امله خورا زیان ولید، هیله لري چې بهر ته د خپلو حاصلاتو لېږد په موخه یې ځمکنۍ او هوایي لارې خلاصې شي.
