اطلاعات روز: په نورستان کې روغتیایي کارکوونکو په تېر یو کال کې د معاشونو د نه ورکړې او په روغتیايي مرکزونو کې د درملو او نورو اسانتیاوې د نشتون له امله ډېرې ستونزې وګاللې، تېر حکومت يې په ځلونو د حلولو ژمنې کړې وې، خو پرې بریالي نه شول.
په نورستان کې د سویډن موسسې مشر ډاکټر عبدالله روان اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ۲۰۲۱ میلادي کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې دغه روغتیايي مرکزونه د سویډن موسسې ته په قرارداد ورکړل شوي چې ټولو روغتیایي مرکزونو ته يې درمل رسولي او صحي کارکوونکو ته هم د معاشونو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
په نورستان کې د سویډن موسسې مشر ډاکټر عبدالله روان زیاته کړه: «د نورستان ټول کلینیکونه پوره درمل لري او ټول فعاله دي، دوی ته د ناروغانو او نوکریوالانو د ډوډۍ لګښتونه هم ورکړل شوي دي. د کوټو ګرمولو لپاره د سونګ موادو اخیستلو پېسې هم ورکړل شوي دي. د معاشونو ورکړه پرون پیل شوې او ټول کارکوونکي به سبا او یا هم بله ورځ د اکتوبر میاشتې معاشونه ترلاسه کړي.»
د ښاغلي روان په خبره چې د نورستان روغتیایي کار کوونکو په تېر یوه کال کې د ډېرو ستونزو سربېره بیا هم د خپلو ولسونو خدمت کړی او دوی ډاډ ورکوي چې سویډن موسسه به قرارداد کې ذکر شوي ټولې اسانتیاوې برابروي.
د نورستان روغتیايي کارکوونکي هم خوښ دي. عبدالصبور کریمي د نورستان د دواب ولسوالۍ د یو د روغتیايي مرکز کارکوونکی دی. هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، خوښ دی چې له یوه کال هلو ځلو او شکایتونو وروسته دوی ته معاشونه او روغتیايي مرکزونو ته درمل رسول کېږي.
عبدالصبور کریمي زیاتوي: «شکر چې د نورستان روغتیايي کارکوونکو ته له یوه کال ځنډ وروسته د یوې میاشتې معاش د سویډن موسسې له خوا ورکړل شول. روغتيايي مرکزونو ته درمل او نور لازم شیان هم لېږل شوي دي. د نورستان ولسونه او په ځانګړي ډول صحي کارکوونکي د ازادي راډیو له محترمې ادارې څخه مننه کوي چې هر وخت يي زموږ د مظلومیت او محرومیت اواز نړۍ او افغان چارواکو ته رسولی او په برکت يې زموږ ډېری ستونزې حل شوي دي.»
په همدې حال کې د نورستان یو شمیر روغتیایي کارکوونکي ټینګار کوي او له طالب چارواکو غوښتنه کوي چې د «اهېډ» موسسې مسولینو سره د دوی د یوه کال د معاشونو او د بې وسه نورستانیانو حقوقو حساب وکړي.
د نورستان یو اوسیدونکي شاه اغا اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، ځایي طالب مشرانو ورسره په څو ځلي ژمنه کړې چې د اهېډ موسسې مسولینو څخه به د نورستان د روغتیايي کار کوونکو د معاشونو او خلکو ته د خدماتو د سم نه عرضه کولو پوښتنه کوي.
نوموړی وایي، د تېر حکومت د چارواکو په څېر دوی لا هم په دې نه دي بریالي شوي چې د اهیډ موسسې مشران پیدا او حساب ورسره وکړي.
شاه اغا زیاته کړه: «مونږ څو ځلې له طالبانو غوښتنه کړې چې د اهید په نامه موسسې دې د نورستان د د خلکو د حق پوښتنه وکړي او له دوی سره دې حساب وکړي خو تراوسه په دې برخه کې هیڅ نه دي شوي، لکه د تیر حکومت پرمهال هم داسې ژمنې شوي خو تراوسه هیڅ ونشول، هیله ده چې په دې برخه کې زمونږ ستونزو ته رسیده ګي وشي او شته ستونزو ته د حل لار پیدا شي.»
د خلکو په خبره چې د اهېډ په نوم موسسې د سمنګان او تخار اوسیدونکي او صحي کار کوونکي د نورستانیانو په څېر ستونزو سره مخ کړي وو.
مونږ هڅه وکړه چې د یادو ستونزو په اړه د اهېډ همکارې موسسې د مسولینو نظر هم واخلو خو له زیاتو هڅو سره سره یې د غږ په اخیستلو بریالي نشو.
