له اوږده ځنډ وروسته د هلمند دوو ولسوالیو کې مخابراتي شبکو فعالیت پیل کړی

اطلاعات روز: د هلمند په موسی کلا او سنګین ولسوالیو کې افغان بیسم او اتصالات مخابراتي شبکو تر اوږده ځنډ وروسته خپل فعالیت پیل کړی دی.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ راشد وویل، وروسته له ډیرو کلونو څخه په یادو ولسوالیو کې خلک د مخابراتي شبکو د خدمتونو څخه برخمن کیږي.

هغه وایي په دغو دوو ولسوالیو کې خلک د مخابراتي شبکو د نشت له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وه چې تر دې وروسته به یې شته ستونزې حل شي.

نوموړی وایي په یادو دوو ولسوالیو کې به خلک د مخابراتي شبکو له لارې انټرنیټي خدمتونو ته هم لاس رسۍ ولري.

د اتصالات مخابراتي شبکې مسوول فرهاد نن (شنبه، ۳۰ د لړم) اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چي لا به د همدې شبکې د پوښښ ساحه پراخه کړي  تر څو خلک په اسانۍ د اڼټرنیټ خدمتونو او اړیکو نیولو خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي.

هغه وویل: «موږ د موسی کلا ولسوالۍ تر څنګ به د دې ولایت په نورو ولسوالیو کې هم خپل فعالیت پیل کړو چې د اړیکو دنیولو ترڅنګ به د انټرنیټ د ۳ جي خدمتونو څخه هم خلک برخمن شي او استفاده به ورڅخه وکړي.»

فرهاد وایي هڅې کوي تر څو د دغه ولایت په باغران، کجکي او نورو هغو ولسوالیو ته هم مخابراتي خدمتونه وغځوي چې دا مهال یې خلک ورڅخه بې برخې دي.

د موسی کلا او سنګین ولسوالیو خلک  له دې کاره خوښ دي او زیاتوي چې له ډیرو کلونو راهیسي یې د سټلایټ او «پي سي او» له لارې اړیکي نیولي چې پر اړیکو نیولو یې لوړ قیمتونه پریکول.

دوی غوښتنه کوي چې مخابراتي فعالیتونه دې د ولسوالیو ټولو برخو ته وغځول شي.

د موسی کلا ولسوالۍ یو اوسیدونکي عبدالروف اطلاعات روز ته وویل: «موږ ډیر خوشحاله شوو د اتصالات مخابراتي شبکې څخه دلته اوس بلې هرې شبکې ته چې زنګ کړو، لګښت یې یو ډول دی بیا هم زموږ غوښتنه داده چې نورو ولسوالیو کې دې هم خپل فعالیت زیات کړي په تیرو وختونو کې به موږ د پي سي او د لارې اړیکه نیول ډیر زیات مصرف به پر موږ کیدل.»

د یادې ولسوالۍ یو بل اوسیدونکی احمد وایي، تر دې وروسته به د خپل کورنیو د غړو سره د اړیکو نېولو پر مهال د لوړو لګښتونو څخه خلاص شي. 

هغه هم د سټلایټ د لارې د لوړو لګښتونو څخه په تنګ راغلی و او له مسوولینو غواړي چې د هلمند ټولو لریو سیمو ته دې دغه خدمتونه ورسوي.

په داسې حال کې مخابراتي شبکې د دې ولایت په دوو لیرو پرتو ولسوالیو کې په خپل فعالیت پیل کوي، چې موسی کلا ولسوالۍ په هلمند کې د نفوس او تجارت له مخې دویمه درجه ولسوالۍ ده او د مخابراتي شبکو په فعاليدو سره به یې سواداګریزې چارې پراخې شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه