ارزګان کې بې‌کاري او جنایي پېښې زیاتې شوي دي

اطلاعات روز: پر هېواد د طالبانو د واک ته رسيدو سره خلک د فقر او غربت له امله اړ شوي چې غلاوې او نور جنايي عملونه ترسره کړي.

په ارزګان کې هم ورځ تر بلې د خلکو اندېښنې مخ پر زياتيدو دي او خلک وايي چې د جنايي پيښو او غلاوو ګراف مخ پر لوړيدو دی.

دوی وايي هره ورځ په ښار او شاوخوا سيمو کې د موټرسايکلونو او نورو توکو غلاوې کيږي خو مجرمین يې نه نيول کيږي.

خلک له دولت څخه غوښتنه کوي د هغو کسانو مخه دې ونیسي چې په جنايي پيښو کې ښکېل وي.

سفرمحمد چې تازه غلو ورڅخه په سپینه ورځ موټرسايکل غلا کړی دی، وايي په عادي ډول د ورځې يوه د غلا او ياهم شکونې پېښه رامنځته کيږي.

سفرمحمد وويل غلو يې هغه مهال موټرسايکل ورڅخه وتښتوو چې موټر سايکل يې بهر او دی د څو شيبو لپاره خپل کور ته داخل شو.

هغه زياتوي چې خپل شکايت يې له مسوولينو سره هم ثبت کړی دی خو هغوی تراوسه د ده موټرسايکل د مجريمنو په نیولو نه دي بريالي شوي.

سفرمحمد اطلاعات روز ته وويل: «کډه مې له يوه ځای څخه بل ځای ته وړله، زه کور ته داخل شومه موټرسايکل مې په دروازه کې پريښودلی، کله چې راغلمه غلو زما موټرسايکل وتښتولی. زه عاجل ورغلمه حکومت ته د هغو سره مې خپل شکايت ثبت کړی خو هغوی زما د موټرسايکل د غلو په نیولو نه وتوانېدل. زموږ غوښتنه ده چې د دغه ډول کسانو مخه ونيسي او هغه څوک چې غلاوې کوي هغوی دې ژر تر ژره ونيسي.»

اطلاعات روز د خلکو دغه شکايتونه په ارزګان کې د امنيتي مقاوماتو سره شريک کړل. د ارزګان د امنيه قومندانۍ د امنيت امر کامران اخنذاده اطلاعات روز ته د يوې ځانګړې مرکې پر مهال د خلکو دغه ډول شکايتونه رد کړه او زياته يې کړه چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ راهیسې په ارزګان کې د غلاوو او نورو شکونو دوې نمونې له دوی سره ثبت دي.

هغه وايي ټولو ځواکونو ته يې سپارښتنه کړې ده چې د خلکو امنيت ته جدي پاملرنه وکړي او هغه کسان چې په غلاوو او شکونو کې ښکېل دي،ودې نيسي.

نوموړی يو ځل بیا ډاډ څرګند کړی چې د خلکو د سر او مال ساتنې په هدف به نورې هم خپلې هڅې زياتې کړي او د هغو کسانو مخه به کله ونيسي چې خلکو ته سرخوږی جوړوي.

تردې مخکې د هلمند يو شمير خلکو ادعا کوله چې په دغه ولايت کې د جنايي پيښو ګراف لوړ شوی دی خو هغه مهال ولايتي چارواکو د جنايي پيښو د مخنیوي په برخه کې ډاډ څرګند کړی و.

خلک پر داسې مهال په هېواد د جنايي پيښو، غلاوو او وژنو څخه شکايتونه کوي چې افغانستان کې ورځ تر بلې د خلکو اقتصادي حالت د خرابيدو په حال کې دی او د خلکو په باور د هر ډول جنايي پيښو زياتيدو لامل د کمزوري اقتصاد او د خلکو غربت دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه