ننګرهار کې د طالب چارواکو نوې ګمارنې؛ له محکمې پرته د جزا مخنیوي غوښتنه

اطلاعات روز: د ننګرهار ۲۲ ولسواليو ته نوي ولسوالان او امنيه قوماندانان او دغه راز د ځینو ادارو مشران معرفي او خپلې دندې یې پیل کړې.

د ننګرهار والي مولوي محمد داود مزمل د يوې غونډې په ترڅ کې د ۲۲ ولسواليو لپاره نوي ولسوالان، امنيه قوماندان، جلال اباد ښاروال، د پاسپورت رییس، د شاهراه قوماندان او د شينوارو ښاروال مسولینو ته ور وپېژندل او رسماً يې دندې پیل کړې.

په دې غونډه کې چې امنیه قوماندان شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، د استخباراتو رئيس ډاکتر بشير، د امنیت امر مولوي مبارز او نورو مسولينو ګډون کړی و، د ننګرهار والي ټولو مسولینو ته د طالبانو د رهبر د حکم سره سم د شريعت له مخې د چارو پرمخ وړلو سپارښتنې وکړې.

نوموړي وویل، چې تغير او تبديل د ادارې اصل دی او طالبانو کې مسوليت غوښتل کيږي نه، بلکې ورکول کيږي او مسولینو ته يې لارښوونه وکړه چې له الله ج څخه ويره وکړي او خپل مسولیت په نيک چلند سره تر سره کړي.

هغه د خلکو له وهلو او تعذیر، له محکمې پرته د جزا ټاکلو او د شپې له لوري د عملیاتو مخنيوي لارښوونې وکړې.

د ننګرهار والي همدا راز د طالبانو مجاهدينو ته سپارښتنه وکړه، چې په چيک پواينټونو کې خلک ونه ځوروي، د علماء کرامو قدر وکړي او که کوم مسول ظلم وکړي، نو د شريعت له مخې به ور سره چلند وکړي.

د ننګرهار امنيه قوماندان شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم مسولینو ته د خپلمنځي همغږۍ، همکارۍ، د اړيکو پراختيا، له وسايلو او وسايطو څخه د ښې ګټې اخيستنې، د خپلې لايحې له مخې د چارو پرمخ وړلو او يو لړ نورو برخو کې نظامي او مسلکي سپارښتنې وکړې.

د غونډې په پای کې د ولايت مقام دفتر رییس مولوي اميرالحق طيب احمد له لوري د ښار او ولسواليو مسولين د يو مکتوب له مخې مسولينو ته ور وپېژندل شول او په چارو کې ورته د بريا هيله وشوه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه