د طالبانو راتګ سره هلمند کې په نشو د روږدو درملنه چټکه شوې

اطلاعات روز: د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې په نشه د روږدو کسانو ۱۰۰ بستریز روغتون کې ۶۰۰ په نشو روږدي هغو کسانو درملنه شوې ده چې موده مخکې په یاد روغتون کې د درملنې په هدف بستر شوي ول.

د دغه روغتون مشر ډاکتر محمد ولي رحماني اطلاعات روز ته د یوې مرکې پر مهال وویل، په دغه ۱۰۰ بستریز روغتون کې د ۱۴۰۰ کال د پیل نه تراوسه ۶۰۰ په نشه یې توکو د اخته کسانو درملنه شوې او یوې سالمې روغتیا سره خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

دی وایي، هغه کسان چې په نشه‌یي توکو روږدي وي، د ۴۵ ورځو لپاره یې په یاد روغتون کې درملنه کیږي چې وروسته د ضمانت په ترلاسه کولو سره کورته رخصتیږي.

هغه وایي: «په دغه روغتون کې تراوسه د ۶۰۰ هغو کسانو درملنه شوې ده چې په نشه روږدي ول. هغوي موږ کورته لیږلي دي، ضمانت مو ورڅخه ترلاسه کړی، دلته موږ ۴۵ ورځې د دوی درملنه وکړه.»

د هلمند د عامې روغتیا ریاست مرستیال ملا داد محمد محمدي هم وایي، یاد ۱۰۰ بستریز روغتون چې  د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو درملنه کوي، اوس دوی د یاد روغتون په نور مجهز کیدو کار کوي.

د ده په وینا چې دې ولایت کې په نشه روږدو کسانو شمیر زیات دی او دوی د عامې روغتیا له وزارت څخه غوښتي چې د روغتون د بسترونو شمیر ۵۰۰ ته لوړ کړي.

بلخوا بیا په دغه روغتون کې په نشه روږدي کسان چې تر درملنې لاندې دي، د دې روغتون له خدماتو خوښي څرګندوي. هغوی وایي په یاد روغتون کې یې درملنه په ښه توګه ترسره کیږي.

په یاد روغتون کې په نشه روږدي یو تن عبدالخالق اطلاعات روز ته وویل، چې له تیرو څو کالو راهیسې په نشه روږدی دی او د خپلې کورنۍ لخوا دغه روغتون ته راوړل شوی دی او اوس یې ۳۵مه ورځ ده چې تر درملنې لاندې دی.

هغه زیاته کړه چې په دغه روغتون کې یې ساتنه او پالنه په ښه ډول ترسره کیږي.

نوموړی وایي: «دلته درمل ډوډۍ او سپورټ او هرڅه ته چې اړتیا ولرو، هغه په خپل وخت راکول کیږې او ساتنه مو په هره برخه کې کیږي.»

په داسې حال کې لښکرګاه کې د معتادینو ۱۰۰ بستریز روغتون کې په نشه یي توکو د روږو کسانو درملنه کیږي، چې په دغه ولایت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د مسولینو لخوا شاوخوا ۱۳۰۰ نور په نشهیي توکو روږدي راټول او د دې ولایت په مرکزي زندان کې یې د درملنې په هدف اچولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه