د چمن-سپین‌بولدک لاره خلاصه خو ستونزې لا هم پر خپل ځای دي

اطلاعات روز: له يوې مياشتې بندېدو وروسته چمن او سپين بولدک لویه لاره څه موده وړاندې د عامو خلکو د تګ راتګ پر مخ پرانېستل شوه، خو خلک وايي هغه پخوانۍ ستونزې چې له امله يې لاره تړل شوې وه لاهم نه دي حل شوي او پر خپل ځای دي.

د چمن-سپین بولدک لاره د طالبانو له خوا يوه میاشت وړاندې د هر ډول تګ راتګ او کاروبار پر مخ وتړل شوه او د طالبانو سيمه ييزو چارواکو ادعا کوله چې په دروازه کې افغانانو سره د پاکستاني امنیتي کسانو سلوک مناسب نه دی.

که څه هم افغان او پاکستاني چارواکو ياده لاره د خلکو د ستونزو تر زياتيدو وروسته خلاصه کړه او د پاکستان حکومت ژمنه وکړه چې دا ځل به د تير په څير ستونزې نه وي او پر دغه لاره به هغه کسان تګ راتګ کوي چې ويزې او د کندهار تذکرې ولري، خو پر ياده لاره تلونکي مسافرين وايي لا هم دغه ستونزه پر ځاي پاتې او د پاکستاني ملېشو له خوا ورته ستونزې جوړيږي.

د دغه کسانو له ډلې څخه يې يو هم سردارولي دی چې له ننګرهاره کندهار ته راغلی او غواړي چې له همدې لارې پاکستان ته د خپل ناروغ سره يو ځا د درملنې په هدف سفر وکړي.

سردارولي وايي ويزه هم لري خو په دې نه دی توانيدلی چې سفر وکړي. هغه وايي: «زما سره ويزه هم وه پر تورخم ولاړمه هلته مې اته شپې وکړې خو اجازه يې رانه کړي زوی مې ډير سخت ناروغ وه بیا دلته راغلمه پر دې لاره هم سخت په تنګ سومه زړه مې غواړي چې همدغسې خواشینۍ ولاړ شمه له دې ځای څخه هم، ځکه چې هيڅ امکانات او چوکاټ يې نسته د پاسپورټ ويزه هم لرمه تذکره هم لرمه او مريض مې هم عاجل دی خو نه مې پريږدي.»

د سردارولي ترڅنګ سلګونه نور کسان هم شته چې تر ورځو ورځو انتظار سره هم نه دي توانيدلي پر ياده لاره پاکستان ته سفر وکړي.

دغه کسان وايي قانوني اسناد په لاس کې لري خو بیا هم پاکستان هېواد ته د سفر اجازه د پاکستاني مليشو لخوا نه ورکول کيږي.

دوی له طالب چارواکو د ستونزې د ژر حل غوښتنه کوي. په اړه يې يو بل تلونکي مسافر حاجي نظر محمد وويل: «لار خو دغه ده موږ خپله اوس په لين کې ولاړ يو زما سره زنانې لور مې راسره دي، ځو چمن ته سهار راغلي يمه پر ۷ بجې اوس دغه دې ۱۱ بجې دي تراوسه ولاړ يمه د لارې مشکل خو ټولې دنيا ته معلوم دی هيڅوک زمو غږ نه اوري دغه مو غوښتنه ده چې په لين کې ولاړ خلک دې سم خوشي کوي ولي خلکو ته تکليف ورکوي هغه اصول چې ورسره ټاکلي دي، تذکره غواړي ويزه غواړي هغه دي وګوري خو دوی دلته داسې چلند کوي خلک يې په لين کې درولي وي دوو کسانو ته د ورتګ اجازه ورکړي نور بیرته ديخوا ته پسې راواخلي.»

په کندهار کې د سيمه ييزو طالب چارواکو او پاکستاني چارواکو ترمنځ په هوکړه کې د کندهار اوسيدونکي په افغاني تذکرو او د هېواد د نورو ولايتونو اوسيدونکي پر ويزو پاکستان ته د سفر کولو اجازه لري.

د کندهار يو اوسيدونکي شاه محمد چې پر تذکره له سپین بولدک څخه چمن ته اوښتی دی، وايي پر ياده لاره پاکستاني مليشو سخت وهلی او تذکره يې ورته څيرې کړې ده.

هغه وايي: «پاکستاني پوځيانو ووهلمه، تذکره يې راته څيرې کړه، کنه زما تذکر هم د بولدک تذکره وه ټول خلک همدغسې ستونزه لري نه يې پريږدي.»

په سپين بولدک کې د طالبانو سيمه ييز چارواکي وايي د يادو ستونزو د حل په هدف طالبانو پاکستان سره د سپين بولدک دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې وه خو د دواړو هېوادونو تر توافق وروسته دوې اونۍ مخکې بیرته پرانيستل شوه.

په سپين بولدک کې د طالبانو د کميسارۍ يو مسوول حکمت الله وايي ستونزه هغه مسافرو جوړه کړې ده چې د جعلي اسنادو په مټ غواړي پاکستان ته سفر وکړي.

هغه وویل: «موږ ته چې د پاکستانې لوري له خوا کوم شرطونه ايښودل شوي وږ، لومړی شرط يې دا و چې موږ د ټول افغانستان تذکره نه منو بغير له کندهار او بولدک څخه خو دلته چې اوس خلکو شکايت کړی دی چې زموږ تذکرې نه منل کيږي، هغه ټولې جعلي تذکرې دي، ځکه په تيرو وختونو کې چې د پاکستان حکومت کومې تذکرې ګرځولې وې، هغه يې موږ ته وسپارلې، ۲۷ يا ۲۸ تذکرې چې موږ د ولسوالۍ د کتابونو سره وکتلې يوه هم نه وه سمه، ځکه اوس دلته خلکو ته ستونزې جوړې شوې دي.»

د سپين بولدک- چمن ترمنځ دروازه چې هره ورځ ورباندې په عادي ډول د ۱۰ زره څخه تر ۱۵ زره پورې کسان ورباندې تګ راتګ کوي. ډير کله د افغان او پاکستاني لورو د ناسمو سياسي مناسباتو له امله تړل کيږي چې ډير زيان يې عامو خلکو او تجارانو ته رسيږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه