د طالبانو له‌خوا پکتیکا کې عشر ټولونه؛ دریو میاشتو کې ۵۰ میلیونه افغانۍ ټولې شوي

اطلاعات روز: طالبانو پکتیکا کې په تېرو دریو میاشتو کې د عشر اخیستل پیل کړي او تر اوسه یې ۵۰ میلیونه افغانۍ راټولې کړې دي.

د هیواد په لرې پراته پکتیکا ولایت کې د طالبانو له خوا له ملکي وګړو د عشر په ډول ۵۰ میلیونه افغانۍ راټولې شوې دي، چې د مسوولینو په خبره یادې پیسې به په بېلابېلو رغنیزو پروژو ولګول شي.

پکتیکا چې پراخه مساحت لري او ځمکې یې د کرنې لپاره مناسبې بلل کیږي، ډیری خلک یې په کرکېله بوخت دي او هر کال له دې لارې میلیونه افغانۍ ترلاسه کوي.

د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکېب وايي، د پکتیکا کرنیزو پیدا وارو ته په کتو هڅه کوي، چې د عشر راټولو لړۍ دوامداره وساتي او د عوایدو د سرچینې په ډول تر ګټه واخلي.

نوموړي په دې اړه وویل. «مونږ له فتحې وړاندې هم دا عشر له خلکو راټولوه، هغه به مو درې برخې د ولایت مصارفو ته ځانګړی کاوه او دوه نورې برخې به مو د اړونده سیمې د مجاهدالدینو په مصرف رساوه، نو اوس دا کار به برعکس وي، هغه دا چې د عشر پیسې به بیرته د خلکو د استفادې لپاره په رغنیزو پروژو، پوهنې او روغتیا برخه کې لګول کیږي.»

د پکتیکا ولایت د والي مرستیال مولوي محب الله حماس په دې برخه کې د خلکو همکاري ساتي او ډاډ ورکوي، چې د عشر په نوم ټولې پیسې به په شفاف ډول جمع کیږي او همداسې به په منظم شکل په مصرف رسیږي.

هغه وايي: «مونږ په دې برخه کې خلکو ته په پوره ډاډ سره ویلی شو، چې ستاسو پیسې به شخصي جیبونو ته نه ځي او راټول به یې هم له فساده پاک وي او همدا شان مصرفول به یې هم په عادلانه ډول په ځینو رغنیزو پروژو او نورو اړتیاوو لګول کیږي.»

په همدې حال کې بیا د پکتیکا ولاییت اوسېدونکي د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو د طالبانو له خوا شوی اقدام اړین نه بولي او وايي، پکار ده، چې نوی حکومت د دې ستونزو د هواري لپاره له ملي بودیجې اړتیاوې پوره کړي.

په دې اړه د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکي واحد ګل اطلاعات روز ته وویل: «دا کار اوس ضرور نه دی، ځکه ولس له لوږې مړ شو او طالبان په دې کې هم له دوی عشر غواړي، مونږ وايو، چې طالبانو حکومت په لاس کې دی، نو دوی باید له خلکو سره همکاري وکړي، نه دا چې دوی له خلکو پیسې واخلي.»

د پکتیکا ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ یو تن بزګر محمد ولي بیا دا کار ستايي، خو له طالبانو غوښتنه کوي، چې د عشر لپاره باید د بزګرانو د حاصلاتو خرڅلاو ته زمینه برابره کړي.

د نوموړي په وینا که بزګران خپل حاصلات خرڅ او پیسې تر لاسه نه کړي،  نشي کولی چې طالبانو ته د عشر پیسې ورکړي.

محمد ولي داسې وايي: «مونږ به دا ورسره ومنو، چې عشر ورکړو، خو که زمونږ د ځمکو کرنیز حاصلات خرڅ نه شي او دوی ورته د خرڅلاو زمینه برابره نه کړي، نو څنګه به د عشر لپاره پیسې پیدا کړو او څنګه به یې دوی ته ورکړو، خو ښه خبره دا ده، چې دوی باید د بزګرانو ستونزو ته رسېدنه وکړي.»

پکتیکا ډیورنډ فرضي کرښې ته پروت هغه ولایت دی، چې د نورو کرنیزو پیداوارو ترڅنګ هر کال د دې ولایت له غرونو سلګونه ټنه د جلغوزیو حاصلات تر لاسه کیږي، خو د کمو امکانات له امله په ټیټه بیه ګاونډي پاکستان ته صادریږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه