ننګرهار کې ښځینه زده‌کوونکې طالبانو ته: ښوونځي مو پرانېزئ

اطلاعات روز: ننګرهار کې د ښوونځیو ښځينه زده کوونکې له مسوولینو غواړي چې د دوی پر وړاندې د زده کړو تړلې دروازې پرانېزي.

ښځینه زده کړیالانې وایي، د طالبانو له راتګ وروسته له شپږم ټولګي پورته د ښځینه زده کوونکو پرمخ د ښوونځي دروازې تړلي او زده کړې یې په نیمه کې پاتې دي.

د لسم ټولګي زده کوونکي ثنا اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له طالبانو غوښتنه وکړه، چې نجونو ته د زده کړو په برخه کې دې لازمې اسانتیاوې برابرې او د دوی د زده کړو پر وړاندې شته ننګونو ته د حل لار پیدا کړي.

ثنا زیاته کړه: «زمونږ له طالبانو غوښتنه دا ده چې له شپږم ټولګي پورته ښځينه زده کوونکو ته دې د زده کړو اجازه ورکړل شي، څو وکولای شو له مونږ هم د هلکانو په څیر زده کړې وکړو او خپلو هیلو ته ورسیږو، له کله راهیسې چې طالبان واک ته رسیدلي د نورو ولایتونو په شان دې ولایت کې هم نجونو ته اجازه نه ورکول کیږي چې له شپږم ټولګي پورته زده کړې وکړي هیله مو دا ده چې طالبان باید مونږ ته د زده کړو اجازه راکړي، که اجازه را نه کړل شي نو زیاتره نجونې به ښوونځي پریږدي.»

ښځینه زده کوونکي ټینګارکوي چې زده کړې يې حق دی او شته نظام دې ښځینه وو ته د زده کړو په برخه کې خنډونه نه جوړوي.

نوریه د شپږم ټولګي زده کوونکې ده هغې اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د خپلې هغه خور کېسه کوي چې له په اتم ټولګي کې ترې زده نیمایي کې پاتې دي او اوس په کور ناسته ده.

د هغې په خبره، هر سهار يې چې ورونه او نور خپلوان ښونځيو ته ځي خور یې خپه کېږي او خپلو کتابونو ته چې ګوري ورته اوښکې تویوي او داسې فکر کوي چې نور تعلیم ترې پاتې شوی او هيلې يي مړې شوي.

د نوموړې په خبره د طالبانو له واکمنۍ وړاندې هم ښونځیو ته په حجاب کې تللې او بیا به هم ځي او دا موضوع باید د دوی مخې ته د پلمې په توګه خنډ ونه ګرځول شي.

د دوی په خبره که څه هم په یو شمېر ولایتونو کې طالبانو د نجونو منځني ښوونځي او لېسې بېرته پرانیستي، خو په زیاتو ولایتونو کې لاهم د نجونو ښوونځي تړلي دي.

نوریې زیاته کړه: «زما نوم ثنا ده زما بله خور ده چې د اتم ټولګي زده کوونکې وه، هغه راڅخه هره ورځ پوښتنه کوي چې ښوونځي کله پلیږي، بس مونږ ورته انې بهانې کوو، زمونږ غوښتنه دا ده چې طالبان دې له شپږم ټولګي پورته د انجونو ټولګیو ته هم اجازه ورکړي چې زده کړې وکړي او شته ستونزې چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې شتون لري دحل لار ورته پیدا شي.»

په همدې حال کې د ننګرهار د پوهنې ریاست مسوولین بیا د طرحې یادونه کوي.

د پوهنې رییس حبیب حضرت حقاني اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، پوهنې وزارت له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پیل په اړه په یوې ځانګړې طرحې کار پیل کړې، چې له مخې به په نیږدې راتلوونکې د انجونو ښوونځي پیل شي.

حبیب حضرت حقاني زیاته کړه: «د پوهنې وزارت په یوې داسې طرحې کار پیل کړی چې له مخې به یې په نیږدې راتلونکې کې د نورو ولایتونو په څیر ننګرهار کې هم له شپږم ټولګي پورته ښځینه زده کوونکو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي، ترڅو زده کوونکي خپلو هیلو ته ورسیږي.»

د ښځینه زده کوونکو په خبره طالبان هر وخت ژمنې کوي چې ډېر ژر به پاتې ښوونځي هم پرانېزي، خو لا هم هغه ورځ نه ده راغلې چې له شپږم ټولګي د پورته ټولګیو ښځېنه زده کوونکي او د دولتي پوهنتونونو محصلینې بېرته خپلو درسونو ته لاړې شي.

ننګرهارکې وروسته له هغې نجونې د تړلو ښوونځيو د پرانیستو غوښتنه کوي، چې له دې وړاندې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ښځینه زده کوونکو د زده کړو بهیر پيل شوی وو خو تېره ورځ په هرات ولایت د نا امنیو له امله ښوونځي بېرته وتړل شول.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه