اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار اهنګرانو کوڅه کې لا هم د کرنې او بڼوالۍ وسايل په دوديز ډول جوړيږي چې د ولسوالیو بزګران يې ډېر خوښوي او تر ډېره وخته ښه کار کوي.
خو وروستۍ وچکالۍ، خرابه اقتصادي وضعیت او له بهر څخه د بزګرانو او بڼوالو لپاره وسایل رالیږد هغه څه دي چې د دوی پر کاروبار يې بده اغېزه کړې ده .
اهنګران وايي، نوې ټيکنالوژۍ څخه هم ګټه اخلي، چې کارونه يې ورته ډېر اسانه کړي، خو لا هم خلک د پخوانۍ زمانې لاسي کار خوښوي او دوی د خپلو مشتريانو خوښې سره سم وسايل جوړوي.
محمد انور چې د جلال اباد ښار په اهنګرۍ کوڅه کې د اهنګرۍ په کسب بوخت دی، اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په ننګرهار کې د اهنګرۍ کسب اوږده مخينه لري او کابو پنځوس کالو څخه لا هم زیات وخت کیږي چې د اهنګرانو په دې کوڅه کې اهنګران د لاس په زحمت سره بزګرانو او بڼولو لپاره بیلابیل توکي جوړوي.
محمد انور زیاتوي: «زه له ماشوم والي جلال اباد ښار کې د اهنګرانو په کوڅه په دې کسب بوخت یم، مونږ سهار راځو او تر ماښام دلته بزګرانو د هغوی د خوښې او اړتیا وړ توکي جوړو اخیستونکي زیات شوي خو لکه د پخوا په شانه نه دي.»
نورګل یو بل اهنګر دی، هغه زیاتوي وروستۍ وچکالۍ، د ولسي وګړو خرابه اقتصادي وضعیت او همدراز له بهرنیو ملکونو څخه د يو شمیر کرنیزه وسایلو رالیږدول د دوی پر کاروبار بده اغیزه کړې ده.
نورګل زیاته کړه: «د پخوا په شان اخیستونکي نشته لامل یي د خلکو اقتصادي وضعیت خرابوالی دی او نوې تکنالوژۍ زمونږ پر کاروبار منفي اغیزه کړې، خو لا هم دهقانان راځي او د بزګرۍ لپاره د اړتیا وړ توکی اخلی.»
شاه ولي له کامې ولسوالۍ څخه د اهنګرانو کوڅې ته د توکو د اخیستو په موخه راغلی. هغه اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، له دې ځای د ننګرهار سربیره د بیلابیلو ولسوالیو څخه بزګران وسایل پیري او زیاتوي چې دغلته په لاس جوړ شوي وسایل د خورا ښه کیفیت لرونکي دي.
شاه ولي زیاته کړه: «زه کامه کې دهقاني کوم او ډیر کله د دهقانۍ وسایل له همدې ځایه اخلم، کلونه کیږي چې د دې کوڅې اهنګرانو خلکو ته خدمت کوي او کیفیت یې هم د توکو شه دی تر ډیره وخته کار کوی.»
اهنګران وایې، که طالبان بهر ته د اوسپنې په لیږد کلک بندیز ولګوي او ترڅنګ يې له بهر هیواد په رالیږدونکو هغه توکو تعرفي لوړې کړي کوم چې په کور دننه جوړيږي، نو له دې سره به تر یوه بریده د دې او دې ته ورته نورو تولیدوونکو کاروباریانو کاروبار تر ډیره ښه شي.
