سرچینه: ارزګان کې ځینې طالبان د شخصي ګټنې لپاره د نظامي موټرو رنګونه بدلوي

اطلاعات روز: شاوخوا درې مياشتې کيږي چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي او د تېر حکومت ټول نظامي او غیر نظامي وسايل په لاس ورغلي دي.

تازه له جنوبي ولايتونو څخه په خپره شوو معلوماتو کې ويل شوي چې طالبان د تېر نظام څخه د ورپاتې شویو نظامي موټرو رنګونه په نورو رنګونو بدلوي.

په ارزګان کې موټرو ته د رنګ ورکولو ورکشاپ يوه مسوول غلام نبي اغا اطلاعات روز ته وويل په دغه ولايت کې هره ورځ لسګونه د تير نظام څخه د پاتې شویو نظامي موټرو اصلي رنګونه په ډول ډول رنګونو بدليږي.

هغه وايي چې د دغه ولايت د ځايي طالبانو هغه کسان چې د تير نظام څخه ورته پاتې شوي نظامي موټرونه په لاس ورغلي دي اصلي رنګونه يې په نورو رنګونو بدلوي.

دی وايي هره ورځ ورته له ۵ څخه تر ۶ پورې طالبان د تېر نظام د ملي امنيت، ملي اردو او پوليسو رنجر موټر راولي او غوښتنه ورڅخه کوي چې اصلي رنګونه يې په نورو رنګونو ورته بدل کړي.

غلام نبې اغا وويل: «کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي هره ورځ رنګ مالانو ته لسګونه موټر راځي او خاوندان يې غوښتنه ورڅخه کوي چې د اصلي رنګ څخه دغه موټر په نورو رنګونو ورته بدل کړي دغه اوس هم ماته موټر ولاړ دی او غوښتنه يې راڅخه کړې ده ترڅو دغه رنګونه يې د اصلي رنګ څخه په نورو رنګونو بدل کړمه.»

په ارزګان کې يوه بله سرچينه وايي د پوځي موټرو څخه د ناسمې استفادې ترڅنګ د زياتو رنجر موټرو اصلي رنګونه په نورو ډول ډول رنګونو بدل شوي دي.

دغه سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي اطلاعات روز ته يي وويل ځايي طالبان غواړي په دې کار سره پوځي موټران بدل کړي او شخصي يې کړي.

هغه وايي کله چې د پوځي موټرو رنګ له خپل اصلي رنګ څخه نورو رنګونو ته بدل شي بیا د موټر مالک کولای شي چې په شخصي توګه هم ورڅخه استفاده وکړي.

دی وايي: «دلته په ارزګان کې د ډيرو موټرو اصلي رنګونه اوس په نورو ډول ډول رنګونو بدل شوي دي طالبان غواړي په دې کار سره پوځي موټران خلکو ته داسې ښکاره کړي چې دا د دوی شخصي موټر دی او په دې توګه د يادو موټرو څخه په شخصي کارونو کې ګټه واخلي او ورڅخه استفاده وکړي.»

موږ هڅه وکړه چې د يادې موضوع په اړه د ارزګان ځایي چارواکو نظر هم راواخلو خو بريالي نه شو.

د طالبانو يو وياند او د فرهنګي چارو غړی احمدالله وثيق اطلاعات روز ته وويل هغه کسان چې د نظامي موټرو رنګونه بدلوي او يا هم د نظامي وسايطو څخه غير قانوني استفاده کوي له سخت قانوني چلند سره به مخ شي.

وثيق وويل دوی د ټولو هغو کسانو پلټنه کوي چې له نظامي وسايطو څخه غلطه ګټه اخلي.

احمدالله وثيق وايي: «دغه کار ته د حکومت لخوا هيڅ اجازه نشته حکومت د نظامي وسايلو ډير تعقيب کوي که هر چيرې دغه ډول کړنې پیدا شي حکومت به ډير سخته سزا ورکړي د حکومت لخوا ورته هيڅ اجازه نشته.»

تردې مخکې په ارزګان کې خلکو ادعا کوله چې د تير نظام څخه پاتې شوي وسايط کباړ شوي دي او دغه ادعا د ارزګان ولايتي چارواکو هم منلې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه