اطلاعات روز: په تېر نظام کې د خلکو او ملي سوداګرو له بار، بار غوښتنو وروسته بیا هم د هماغه حکومت چارواکي په دې ونه تواندېدل چې په خوست ولایت کې د صنعتي پارک چارې پیل او پانګوالو ته یې د ویش لړۍ پیل کړي، خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته وړمه ورځ په رسمي ډول په ۴۰۰ جریبه ځمکه د دې صنعتي پارک چارې پیل شوې او د ولایتي چارواکو په وینا چې ډېر ژر به د پانګونې په موخه ملي سوداګرو او پانګوالو ته وویشل شي.
د خوست والي مولوی محمد نبي عمري وویل، چې دوی د دې مهمې پروژې په وړاندې پراته خنډونه له منځه وړي دي، هغه له صنعت کارانو او ملي سوداګرو غوښتنه وکړه، چې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره په دې ولایت کې پانګونه وکړي.
نوموړي وویل: «مونږ نن په رسمي ډول د خوست صنعتي پارک چارې پیل کړې، د دې پارک غوښتنه یوازې د ملي سوداګرو او صنعت کارانو نه وه، بلکې د ټولو خوست میشتو خلکو هیله وه، چې خوست کې باید همدا پارک پرانیستل شي.»
والي محمد نبي عمري زیاته کړه، چې د دې پارک د ځمکې ستونزه هواره شوې او په خبره یې چې د اوبو او برښنا په اړه به هم په نږدې وخت کې کوټلي ګامونه واخیستل شي.
د نوموړي په وینا چې د همدېصنعتي پارک ځمکه به د فابریکو لپاره په «۲۰۴» صنعتي شرکتونو وویشل شي.
ښاغلي عمري وویل: «دلته چې کومه ستونزه د ځمکې په برخه کې موجوده وه، هغه حل شوې او بله مسله چې سوداګر یې اړینه بولي، د اوبو او برښنا نشتون دی، نو مونږ به هڅه کوو، څومره ژر چې کیږي، باید د اوبو او برښنا ستونزه یې هم هواره کړو.»
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوول صاحب ګل الهام وايي، په تېر نظام کې د وخت ولایتي مسوولین د ځینو ستونزو له امله په دې ونه توانېدل چې د پارک په وړاندې پراته خنډونه له منځه یوسي او د پانګونې لپاره یې سوداګرو او صنعت کارانو ته چمتو کړي، هغه ډاډ څرګند کړ، که طالبان د ملي سوداګرو د امنیت ساتنې لپاره هڅې وکړي، د پانګونې ترڅنګ به ګڼو بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
الهام وویل: «مونږ همدا هیله درلوده او دا دی نن یې شاهدان هم یو، چې خوست کې باید صنعتي پارک جوړ شي، خوشبختانه نن یې کارونه پیل شول، په تېر نظام کې د وخت چارواکي ونه توانېدل چې، د ځمکې او په دې برخه کې پرتو خنډونو ته یې رسېدنه کړې وای، اوس به پانګوال پانګونه کوي او ځوانانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.»
په همدې حال کې بیا ملي سوداګر هم د پارک په پرانیستې د خوښي ترڅنګ په دې برخه کې له ښکېلو ادارو غوښتنه کوي، چې د پانګونې لپاره امکانات برابر کړي.
ملي سوداګر انجینر شاه محمد شهاب د پرانیستې پر مهال وویل، چې په تېر حکومت کې پانګونې ته د صنعت کارانو او سوداګرو نه لېوالتیا امنیتي ستونزې بلل کېدې، نوموړي له طالبانو غوښتنه وکړه، چې د دوی امنیت امنیت تامین کړي.
نوموړی وايي: «د سوداګرو لپاره تر ټولو مهمه مسله امنیت دی، تاسو ته مالومه وه، چې په تېر نظام کې امنیت خراب و، نو ځکه ډیری سوداګرو او صنعت کارانو دې ته زړه نه ښه کاوه، چې پانګونه دې کړې وای، نو زمونږ تمه دا ده، چې نوی حکومت باید هماغه د امنیت ستونزه حل کړي.»
په خوست ولایت کې د صنعتي پارک پروژې پرانیسته په داسې مهال کیږي، چې د نظام په بدولون او واک ته د طالبانو په رسېدو د خوست په ګډون په پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایت کې لاهم ګڼې رغنیزې پروژې نیمګړې پاتې دي او د پاتې کارونو د پیل په اړه لاهم تصمیم نه دی نیول شوی.
