اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت په ماڼو سیمه کې یو تن له داعش ډلې سره د اړیکو په تور وژل شوی دی.
د سیمې یو ځایي اوسیدونکي د نوم نه ښودلو په شرط نن (شنبه، ۲۲ د لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تیره شپه د چپرهار ولسوالۍ د سرې کلا اوسیدونکی قاري زبیر د ناپیژنده وسله والو له لوري لومړی له کوره وېستل شوی او بیا د چپرهار په «ډاګو» سیمه کې په دار ځړول شوی دی.
سرچینه وایي، نوموړی له داعش ډلې سره د اړیکو په تور وژل شوی.
تراوسه ولایتي ادارې د یادې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې ننګرهار ولایت کې په دې وروستیو کې په مرموز ډول وژنې زیاتې شوي چې له امله یې خلک اندیښمن شوي دي.
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
