افغان کرکټ لوبغاړو ته پرانستی لیک

لیکوال: اروین رهي

څرنګه چې هېوادوال په جريان کې دي په دې وروستيو کې د اسټراليا هېواد ومنله چې د دوی ځواکونو په افغانستان کې په جنګي جرمنو لاس پورې کړی دی. اسټراليايي ځواکونه کم تر کمه ۳۹ ملکي افغان وګړي (د جګړې ډګر څخه بالکل لرې) په ډیرې بې‌رحمۍ سره وژلي دي. د دې ۳۹ کسانو په منځ کې دوه ۱۴ کلن ماشومان هم شامل دي چې اسټراليايي ځواکونو سرونه ترې غوڅ کړي دي.

کيدای شي د هغه افغانانو حقیقي شمېر چې اسټراليايي ځواکونو وژلي دي د ۳۹ څخه خوارا ډېر وي. د افغانانو لپاره دا ډېر د تأسف ځای دی چې افغان حکومت د آسټراليا پر وړاندې هيڅ ډول د پام وړ غبرګون نه دی ښودلی. د افغان حکومت چپتيا په عامه توګه ټول افغان ولس ته او په ځانګړې توګه د آسټرالیایي ځواکونو په لاس شهید سوي افغانانو ته ښکاره سپکاوي دی. د حکومت دا کار يو ځل بيا دا ثابتوي چې افغانستان تش په نوم خپلواک هېواد دی.

اوس په دې حساس وخت کې چې افغان حکومت چپتيا غوره کړې ده، په کار ده چې ولس خپل د توان په حد کې د آسټراليایي ځواکونو د جنګي جرمنو پر وړاندې کلک غبرګون ښکاره کړي.

ځکه زه د افغان کرکټ ټيم لوبغاړو هر یو راشد خان، محمد نبي، مجيب ځدران او ظاهر خان څخه هيله کوم چې دوی دې، د افغان ولس د بچيانو او استازو په توګه، سږ کال د آسټراليا هېواد د کرکټ بېګ بېش ليګ (Big Bash League—BBL) په لوبو کې د ګډون څخه ډډه وکړي.

په ستونزمنو حالاتو کې ولسونه ستونزمنې پرېکړې کوي. د افغان لوبغاړو څخه دا توقع لورو چې دوی دې په دې حساسو شرایطو کې د افغانانو په ناحقه بهېدل سوې وینې ته درناوی وکړي.

په (BBL) کې ګډون نه کول د مظلومو افغانانو سره د يووالي څرګندولو تر څنګ د آسټرالیایي ځواکونو د جنایاتو غندلو تر ټولو ښه لاره ده. کله چې تاسې، چې خپل د آسټراليايي ټیمونو تکړه لوبغاړي یاست، په (BBL) کې ګډون و نه کړئ، ستاسې آستراليايي مينوال به پوښتنې وکړي چې تاسې ولې سږ کال په (BBL) کې لوبې نه کوئ.

تاسې خپل مينوالو ته په ځواب کې په درنښت وواياست چې تاسې دوی سره د مينوالو په توګه مينه لرئ، خو ستاسې ملي او انساني احساسات د آسټرالیایي سرتېرو د جنګي جرمونو له امله سخت اغيزمن سوي دي، او تاسې د بې‌ګناه او مظلوم افغانانو سره د يووالي څرګندولو په خاطر سږ کال (BBL) کې ګډون نسی کولی.

کله چې دا ښکاره او څرګنده سي چې په (BBL) کې د افغان لوبغاړو د ګډون نکولو لامل په افغانستان کې د آسټراليايي ځواکونو لخوا د جنګي جرمونو ارتکاب دی، دا کار به د آسټراليايي ځواکونو د اصلیت په اړه د دې هېواد‌ د خلکو د پوهې کچه لوړه کړي او د آسټرالیا پر حکومت او ځواکونو به فشار لا هم ډېر کړي چې په راتلونکې کې د داسې جنایتونو مخنیوی وکړي.

په (BBL) کې په نه ګډون سره به تاسې (راشد، نبي، مجيب او ظاهر) يو څو ډالره له لاسه ورکړئ. خو د ځان څخه د دې خبرې پوښتنه وکړئ چې آيا ‌ستاسې ایمان او وجدان تاسې ته دا اجازه درکوي چې د مظلوم افغانانو وينې هېرې کړئ او د شخصي ګټو په خاطر په (BBL) کې لوبې وکړی؟ دا ښه په یاد ولرئ چې تاسې نن هر څه چې یاست د افغانستان او د افغانانو له برکته یاست. دا ستاسې دیني، اخلاقي او وجداني مسوولیت دی چې مظلوم افغانان هیڅ کله له یاده و نه باسئ.

کور مو ودان!

آروین رهي خپلواک لیکوال او د پروان والي پخوانی مشاور دی، او ایمیل آدرس یې[email protected]  دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه